د لومړي ځل لپاره هرات ولایت کې د هېواد پر کچه د زعفرانو لپاره نړیوال سوداګریز مرکز پرانیستل شو.
چارواکي وايي، د یاد مرکز پرانیستلو موخه په هېواد کې د زعفرانو لپاره واحد نړیوال مرکز جوړول دي.
د دوی په خبره، یاد مرکز د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت سره جوړ شوی چې ۶۰ د زعفرانو شرکتونه او ۱۵ د زعفرانو د پروسېس سنټرونه په کې فعال دي.
د افغانستان زعفرانو نړیوال سوداګریز مرکز مسوول محمد حسن تیموري وايي: « موږ دغه مارکېټ په ځانګړې توګه د زعفرانو صنعت لپاره جوړ کړی. دا مارکېټ په ۲ زره ۶۰۰ متر مربع ځمکې او ۲.۵ پوړونو کې جوړ شوی چې په کې ۴۵ دوکانونه او ۱۵ پروسېس سنټرونه شامل دي.»
د زعفران کارانو ټولنې مشر محمد ابراهیم عادل هم په هېواد کې د زعفرانو واحد نړیوال مرکز جوړول د حاصلاتو د ودې او د زعفرانو کرکیلې ته د کروند ګرو هڅولو لپاره مهمه بولي او غوښتنه کوي چې بهر ته دې د زعفرانو صادراتو لپاره زمینه پراخه شي.
عادل زیاتوي:« دلته هم زعفران پروسېس کېږي او هم یې ګلان سره جلا کېږي. که موږ دوه درې نور دغه شان ستندرد مارکېټونه نور هم ولرو، د زعفرانو ودې ته به نوره هم ګټه ورسېږي.»
د زعفرانو کاروباري محمد جاوېد وايي:« زموږ کروندګر د زعفران ګل مېلې له جوړېدو خوښ او لا پياوړې کېږي. که تر پرون پورې یې یو یا دوه جریبه زعفران کرل، اوس شاید تر لسو او شلو جریبونو وکري.»
له دې سره، چارواکي وایي سرپرست حکومت د کرنیزو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې او بهرنیو هېوادونو ته د صادارتي زمینو د پراختیا هڅه کوي.
دوی زیاتوي، د زعفراڼو له کروندګرو د ملاتړ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د زعفران ګل په نوم مشاعره ثبت او هر کال به په ټاکلې نېټه په هرات کې ترسره کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي وايي: « کوشش دا دی چې موږ د هېواد په داخل کې د خپلو کروندګرو، پانګوالو او سوداګرو ملاتړ وکړو او تر ډېره هڅه وکړو هغه کسان چې وس لري، په هېواد کې دننه د زعفرانو کارول او استعمال زیات کړو او همدارنګه په نړیواله کچه بازار موندنه ورته وکړو.»
د ځايي خلکو غوښتنې دا دي چې له هرات سربېره د هېواد نورو ولایتونو کې دې هم د زعفرامو کرکېلې په برخه کې کروندګرو ته روزنه ورکړل شي.