Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سایق: تېر کال طبیعي پېښو څه باندې ۲ زره کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

سایق: تېر کال طبیعي پېښو څه باندې ۲ زره کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند ملا جانان سایق وايي، په تېر یوه کال کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱ زر ۵۴ تنو خپل ژوند بایللی او ۱ زر ۴۵۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

 د سایق په خبره، د يادو کسانو له ډلې ډېری هغو يې د سېلابونو له امله ژوند له لاسه ورکړی او له مرګ ژوبلې سربېره، سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

هغه زیاتوي: « د تېر کال په اوږدو کې زموږ هېوادوال چې متضرر شوي دي، د سېلابونو، بارانونو او د زلزلو په ګډون نورو قدرتي آفتونو له امله تقریبا ً ۱ زر ۵۴ تنو هېوادوالو مو ژوند له لاسه ورکړی. همدارنګه ۱ زر ۴۵۷ تنه هېوادوال مو ژوبل شوي چې د هغوی په ټاکلي وخت تداوي شوې او ستونزې یې پر وخت حل شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۷۴ زره جریبه د هېوادوالو ځمکې په کلي او جزئي توګه تخریب شوې دي.»

سایق دغه راز  وايي، د احتمالي طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره په ټولو ولایتونو کې پوره چمتوالی نیول شوی او په خبره یې د يادې ادارې مرستندویه ټیمونه هڅه کوي چې د احتمالي پېښو پرمهال خلکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

سایق په دې اړه وايي: « ۳۴ ولایتونو ته مو خوراکي مواد، غیر خوراکي مواد، ژمني توکي، خېمې او البسې په زیاته کچه لېږلي دي، که احیانا ً هلته کومه حادثه رامنځته شي، نو د هېوادوالو ستونزې به پر هغه وخت باندې حل کړو.»

بله خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ژمي پرمهال په هغو سيمو کې چې د واورې زيات ورښت له امله زيانمنونکې دي، د احتمالي پېښو د رامنځته کېدو اټکل کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې له وړاندې د پلانونو جوړولو پرمهال پر يادو سيمو زيات تمرکز وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه زلمی افغان یار وايي: « د طبیعي پېښو په لاره کې چې د افغانستان خلک اغېزمنوي، هم حکومت مکلفیت لري او هم مرستندویه نړیوال بنسټونه. هغوی باید خپلې بشري مرستې سیاسي نه کړي او هغو خلکو ته یې وړاندې کړي چې له ستونزو سره مخامخ دي او له اقلیمي بدلونو اغېزمن کېږي.»

افغانستان له اقلیمي بدلون سربېره د ژمي پرمهال له طبيعي پېښو اغېزمن هېواد دی او هر کال طبیعي پېښې خلکو د ځاني زيان اړولو ترڅنګ مالي زیانونه هم اړوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist