Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ښار کې ټرانسپورټي ستونزې؛ ښاریان د ښاري ملي بسونو غوښتنه کوي

هرات ښار کې ټرانسپورټي ستونزې؛ ښاریان د ښاري ملي بسونو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/26

څو کاله واړندې ملي بسونو د هرات ښاریان له یو ځای بل ځای ته د ۵ افغانیو په بدل کې لېږدول ، خو اوس هغه ملي بس موټر له کاره لوېدلي او د ښار په یوه څنډه کې درول شوي دي.

د ښار اوسېدونکي د ملي بسونو بېرته فعالولو هیله  لري او وايي، د کمزوري اقتصاد له مله نه شي کولی په ټکسي موټرونو کې تګ راتګ وکړي.

د هرات ښار یوتن اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي: «دا واقعیت دی چې د خلکو اقتصاد کمزوی دی، د کرایې او لګښتونو وس نه لري. د ملي بس ښه والی دا دی چې لګښت یې کم دی او په لږ وخت کې خلک خپلو کارونو ته رسوي.»

د حسیب الله په نوم د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: « د ملي بسونو بیا ځل فعالېدل د خلکو د اقتصادي وضعیت لپاره ډېر ګټور دي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت اوسمهال کمزوی دی. دا یو ښه سهولت دی او د کرایې ارزانه کېدو لپاره باید ترې ګټه واخیستل شي.»

هرات ښاریان د ملي بسونو ښېګڼې یادوي او وايي، ملي بسونه نه یوازې په اقتصادي لحاظ ګټور و، بلکې د ښار ګڼه ګوڼه هم ورسره کمه وه چې له امله ښاریانو خپلو کارونو ته پر وخت رسېدنه کولی شوه.

د هرات ښار یو تن اوسېدونکی شریف الله په دې اړه وايي: «د دې لپاره چې موټر ډېر زیات شوي، که ملي بس وي، د موټرو بیروبار به ورسره کم شي. له اقتصادي پلوه هم ښه دی، خلک وس نه لري چې ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ کرایه ورکړي، خو د ملي بس لګښتونه یو څه کم دي.»

د هرات ښار یو بل اوسېدونکی بسم الله هم ورته نظر لري او وايي: «دا ښه دی چې ګڼه ګوڼه کمه شي او خلکو ته سهولتونه رامنځته شي؛ دا یوه لویه وسیله ده او ډېر کسان انتقالولی شي.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولین وایي د تېلو بیې لوړېدو، د ملي بسونو له کار غورځېدو او ښاري ګڼه ګوڼې زیاتوالي له امله د ښاري  بسونو فعالیت درېدلی او په خبره یې هڅه کوي چې د تګ راتګ په برخه کې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یاد بسونه بېرته ترممیم او په ښار کې یې فعالیت پیل کړي.

د هرات ملي بسونو تصدۍ آمر عصمت الله وردګ وايي: «موږ دا مهال د یو شمېر بسونو د ترمیم په حال کې یو او غواړو د ښار په داخل کې یې فعاله کړو. همدارنګه پلان لرو چې یو شمېر نوي کاسټر موټرونه هم له مرکز دلته راوړو ترڅو په ښار کې فعال او خلکو ته خدمت وکړي.»

هرات  کې اوس مهال لس ملي بسونه فعال دي چې د دغه ولایت پنځو ولسوالیو او بادغیس ولایت ته  مسافر لېږدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist