د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا (اوچا) په یوه خپره کړې اعلامیه کې، تور لګولی چې د اسلامي امارت د مرستورسولو بهیر کې لاسوهنې کوي او د مرستو رسولو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.
اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې په تېره سپټمبر میاشت کې د دوی بشردوستانه شریکانو د مداخلې ۱۷۳ موارده ثبت کړي او له همدې امله د ۸۳ پروژو چارې ترنامالومې نیټې ځنډول شوې دي.
دغه راز اعلامیه کې اوچا ادعا کوي چې د سپتمبر میاشت پیښې د تېر کال پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی شيي.
د اعلامیې یوه برخه: « د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې بشردوستانه شریکانو د ۱۷۳ پیښو راپور ورکړی، چې د بشري مرستو د بهیر مخه یې نیولې ده. له همدې امله ۸۳ پروژې په موقت ډول ځنډول شوې دي. د پیښو ۹۸ سلنه لاسوهنه مختلفو سیموکې د ځايي مسوولینو له لورې شوې.»
اسلامي ا مارت د اوچا دغې ادعا ته، تر اوسه غبرګون ندی ښودلی، خو لهدې وړاندې یې د ملګروملتونو اړونده ادارو او مرسته رسولو بهیر کې هر ډول لاسوهنه رد کړې.
د اقتصادي چارو شنونکي د نړیوالو موسسو له لوري دغه ډول مرستې تر ډېره د افغانانو ستونزې نه شي حل کولی او په خبره یې اړتیا ده چې د افغانانو لپاره اساسي کارونه وشي.
دوی له اسلامي امارت هم غواړي چې د دې مرستو د سم مدیریت په موخه چاته اجازه ورنه کړي چې په دې مرستو کې لاسوهنه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی اصف ستانکزی وايي:« د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خپلې ۸۳ پروژې چې کولی شوی، په لنډمهال ډول افغانستان کې د لوږې مخه ونیسي، البته په دغه برخه کې د افغانستان له هغو وګړو سره مرسته وکړي، چې دوی له بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي، چې دوی ان اساسي اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. خو بل خوا که ګورو د خوړو نړیوال سازمان دا ادعا کوي چې ګواکې طالبان په دغو ۸۳ پروژو کې ۹۸ سلنه په شخصي لاسوهنه تورن کوي. که موږ وګورو، ټولې هغه خواوې چې د خوړو نړیوال سازمان سره په اړیکه کې دي، هڅه وکړي څو پورې دغه مرستې له سیاست لرې او په دغه کې د لاسوهنې موقع هیچاته ورنه کړي. »
اوچا دغه ادعا داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وروستي راپور کې له ۲۳ میلیونه ډېر افغانان له فقر سره مخ بللي او له دغه شمیر وګړو څخه یې د څه باندې ۱۰ میلیونه ماشومانو روغتیا د اندېښنې وړ یاد کړې.