Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اخوندزاده: د پولیسو شمېر ۲۵۰ زرو ته رسېدلی

اخوندزاده: د پولیسو شمېر ۲۵۰ زرو ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندان عبدالحکیم همت اخوندزاده  وایي، اوس مهال د پولیسو شمېر ۲۵۰ زرو ته رسېدلی دی.

د اخوندزاده په خبره، پولیس د ښارونو د امنيت په ټېنګښت او د قانون په پلې کولو کې اغېزناک رول لري او په ښه توګه د جرايمو مخنيوی کوي.

هغه په دې اړه وايي:« د پولیسو اوسنۍ اکاډمي کافي نه ده بلکې باید د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پر یوه عالي نظامي پوهنتون بدله شي. زموږ اکثریت ګاونډي هېوادونه هم د پولیسو پوهنتونونه لري. کله چې اکاډمي په پوهنتون واړول شي، هلته پوهنځۍ او څانګې زیاتېږي. اوسني وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې لسګونه بېلابېلو څانګو او پوهنځیو کې پولیسو ته روزنه ورکړل شي.»

اخوندزاده وايي، شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ تنه زده کړیالان په درېیو روزنیزو پروګرامونو کې تر روزنې لاندې دي اوڅه باندې۲۰۰ تنه پولیس سرتېري د ماسټرۍ پروګرام کې پر زده کړو بوخت دي.

اخوندزاده زیاتوي:« د شپې یا داخل خدمت پروګرامونو اړوند څانګو کې د کورنیو چارو وزارت برحاله افسرانو او ساتنمنانو ته د لیسانس او ماسټرۍ پر کچه اوږدمهاله زده کړې ورکوي او ظرفیتونه یې لوړوي. په دغو څانګو کې دا مهال تر ۲۵۰۰ محصلین پر زده کړو بوخت دي.»

په ورته وخت کې د اخوندزاده د پولیسو اکاډمۍ کې د مخکېني حکومت کارکونکو شمېر نږدې ۹۰۰ تنه ښيي او وايي، دغه کسان د ښوونکو په توګه پر دندو ګومارل شوي.

همت زیاتوي، په هغو برخو کې چې ښځینه پولیسو ته جدي اړتیا ده، په خپلو دندو پاتې دې او یوه یې هم له دندې نه ده ګوښه شوې.

هغه په دې اړه وايي:« د پولیسو اکاډمۍ په ګډون، په هغو ځایونو کې چې ښځینه پولیسو ته اړتیا ده، د تېر حکومت ښځینه پولیسې په خپلو دندو پاتې دي. له دې امله چې دامهال د پولیسو په اکاډمۍ کې د نجونو جذبولو پروګرام نه لرو، نو د نویو ښځینه ښوونکو ګومارنې ته هم اړتیا نه ده پېښه شوې. ښځینه پولیسې دا مهال د پاسپورټ ریاست په څېر هغو ځایونو کې خدمتي کار کوي چې هلته ورته جدي اړتیا ده.»

 د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ قوماندان په خبره، اوسمهال د پولیسو په اکاډمۍ کې له ټولو ولایتونو او په ځانګړې توګه له هغو ولایتونو ډېر زده کړیالان جذب شوي چې په  مخکېني حکومت کې لږه ونډه ورکړل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist