د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره يا (اوچا) وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بشردوستانه ادارو د ۱۳.۴ ميلیونه افغانانو لاسنیوی کړی.
اوچا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د روان زېږدیز کال له پیل تر جولای میاشتې پورې ۲.۲ میليونه تنو، لږ تر لږه درې ډوله سکټوري ملاتړ ترلاسه کړی؛ خو د نویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲۳.۷ ميلیونه تنه د خوړو، روغتیا او روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په خبره، د مرستې په موخه له غوښتل شویو ۳.۰۶ ميلیارد ډالرو تر اوسه یوازې څه باندې ۷۳۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
اوچا زیاتوي: « موږ د ۲۰۲۴ کال په جولای کې یوازې ۷۳۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړل او په ۲۰۲۳ کال کې مو بیا ۴۱۲.۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي وو. په داسې حال کې چې موږ په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا او غوښتنه لرله. موږ باید تر جولای پورې ۲.۳ میلیارده ډالر ترلاسه کړي وای، خو لا نه دي ترلاسه شوي. بله خوا، په افغانستان کې نوي ناورینونه نوې ستونزې زیږوي او د خلکو اړتیاوې هم ورسره ډېرېږي.»
د اقتصاد وزارت د نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له خوا د بشري مرستو هرکلی کوي، خو غوښتنه لري چې د بشري مرستو ترڅنګ دې په بنسټیزو او پراختیایي برخو کې هم مرستې او پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « دا چې هېواد مو د بیارغونې پروګرامونو پلي کېدو ته اړتیا لري او بشري مرستې یوازې په لنډمهاله کې د اړتیاوو پوره کولو لپاره اغېزناکې وي، نو اساسي حل لاره دا ده چې نړیواله ټولنه د وضع کړیو محدودیتونو لرې کولو ترڅنګ، اقتصادي لومړیتوبونو ته په کتو، د پراختیايي مرستو له لارې د خلکو لپاره د کار په برابرولو کې ونډه واخلي. کارموندنه کولی شي د افغانستان خلک پر بهرنیو مرستو له اتکا وژغوري.»
که څه هم په دې وروستيو کې د کار د نه شتوالي او د نړيوالو مرستو د کمښت له امله په کورنيو کې بېوزلي زياته شوې، خو هر کال په هېواد کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د لرې پرتو سيمو د اوسېدونکو اړتياوې زياتېږي.
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه اړتیا ده چې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي او په خبره يې د سرپرست حکومت په ګډون دې نړیواله ټولنه دې ته جدي پام وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « بشري مرستو ته جدي اړتیا ده. باید د ژمي له راتګ وړاندې اړمنو کسانو ته د یوه منظم مکانیزم له لارې مرستې ورسول شي. اسلامي امارت مکلفیت لري چې دغه مرستې هغو کسانو ته ورسوي چې وزګاره او بېوزله دي. دا مهال په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه ده او باید ورسره د مرستو کچه هم لوړه شي.»
له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) اعلان کړی و چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم وړاندې خپاره کړې راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په کچه کې دي او ډېری یې په دې نه پوهېږي چې څنګه خپل خواړه ترلاسه کړي؟