Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

خلیلزاد: د پاکستان ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

ناسم امنیتي وضیعت، سیاسي کړکېچ او خراب اقتصادي وضیعت هغه ستونزې دي چې دا مهال اسلام آباد ورسره مخ دی.

په دې  تړاو د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې کړې او وايي، د پاکستان د ستونزو لامل د دې هېواد د پوځ مشر دی.

 خلیلزاد زیاته کړې، د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر په دې هېواد کې د ستونزو زیاتولو هڅې کوي، له افغانستان او هند سره شته وضیعت یې لاپسې خرابېدو ته روان کړی.

هغه په دې اړه وايي: « د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په پاکستان کې د ستونزو پراخولو هڅه کوي. عاصم منیر په لوی لاس په یو شمیر سیاستوالو تورونه لګولي او ځینې یې زندان ته اچولي. منیر له هند سره دوښمني نوره هم پراخه کړې او له افغانستان سره یې هم اړیکې یوه کړکېچن حالت ته رسولې دي.»

د  سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا د پاکستان روان ناسم وضعیت د دغه هېواد د پوځ د غلطو سیاستونو پایله ګڼي او وايي، اوس نړۍ تغییر کړی اود پاکستاني پوځ له سیاستونو ملاتړ نه کوي.

د دوی په باور، پاکستان تل د خپلو کړنو پایلې پر افغانستان او هند ورتپلې، خو اوس یې دغه ډول تورونه او بې ځایه نیوکې خریدار نه لري او د خپلو ناسمو تګلارو او پالیسیو په لومه کې راګیر دی.

 کارپوهان وايي، اسلام آباد تل خپل ولسونه په دې موخه وژلي او له آزادیو یې محرم کړي چې بیا یې د دلیل په توګه د خپلو ګاونډیو مخ ته کېږدي.

د  سیاسي چارو تحلیل کوونکی حکمت الله حکمت وايي: « د پاکستان پوځ په حقیقت کې پاکستان د ویجاړولو او ځان وژنې لور ته روان کړی. دا هغه پوځ دی چې د امریکا او انګلستان په ملاتړ یې شپږ ځله نظامي حکومت یا مارشالا لګولې ده، خو اوس بیا بیا له هغوی د رد ځواب اخلي. اوس سیمه او نړۍ بدل شوي خو پاکستان هماغسې پاتې دی. دغه هېواد تل له هند او افغانستان سره په سیالۍ کې خپل ولسونه وژلي او د دلیل په توګه یې وړاندې کړي. نن افغانستان یو خپلواک حکومت لري او هندوستان د نړۍ یو داسې زبرځواک دی چې پاکستان یې خواته کتلی هم نه شي.»

ځېنې نور بیا وايي، اړتیا ده چې پاکستان خپل ستراتیژیک عمق ته بدلون ورکړي، که نه ستونزې به یې لا پسې ډېرې شي او له ځان سره به ګاونډیان او سیمه هم اغیزمن کړي.

دوی په دې اند دي،  که اسلام آباد خپلې پالیسۍ او تګلارې بدلې نه کړي او له دغه ډول سیاستونو او لوبو چې د خپلو کړنو پړه پر نورو اچوي، لاس پر سر نه شي؛ ستونزې به یې ورځ تر بلې لا ډېرې او د سیمې لمنې ته هم پراخې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « که پاکستان په خپلو پالیسیو او تګلارو کې بدلون را نه وړي، د بل ملامتولو له تګلارې کار واخلي او خپل نیمګړي او کاواکه سیاستونه بهانه کړي، نه یوازې پاکستان بلکې ټولنې سیمې ته به نا امنۍ وغځېږي. ښه دا ده چې پاکستان په خپل کور کې د سیاستونو په تغییر او بدلون فکر وکړي او له ولس سره همغږي رامنځته کړي.»

همدارنګه، د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې تړاو اندېښنه ښودلې. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د حکومت او سیاسي مخالفینو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړ بللې او زیاته کړې یې ده چې د دې حالت دوام به ټوله سیمه اغیزمنه کړي.

د اعلامیې یوه برخه کې راغلي، افغانستان د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري چې د دې هېواد حکومت او پرېکړه کوونکې ادارې د کړکېچ په مخنیوي کې معقول او منلی چلن خپل کړي.

اعلامیه کې د بلوچستان پر هغه وسله وال برید خواشیني ښودل شوې چې له امله یې د څلورو افغانانو په ګډون، ۲۰ تنه کاریګر وژل شوي.

اسلام آباد ته د کابل وړاندیز دا دی چې د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو غوره لار خبرې او مذاکرات دي او له مذاکرې انکار ستونزې لا پسې پیچلې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist