له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له درې کاله پوره کېدو سره هم مهاله، امریکا یوځل بیا افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، واشنګټن د هغو نجونو ملاتړ کوي چې د زده کړو او بنسټیزو آزادیو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
کرن ډېکر ټینګار کوي، افغان ښځینه زده کوونکې حق لري چې زده کړې او وده وکړي، کاري او د پرمختګ فرصتونو ته لاسرسی ولري.
هغه په دې اړه وايي: « متحده ایالت له هغو افغان نجونو ملاتړ کوي چې د زده کړو او نورو بنسټیزو آزادیو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي. دا ځکه چې هره افغانه نجلۍ د زده کړو، ودې، کار او پرمختګ د فرصتونو مستحقه ده. د افغانستان راتلونکی د دوی له ونډې پرته نه شي تامین کېدای.»
په ورته مهال، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سرپرست حکومت غوښتي چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
کررزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل کولی شي افغانستان د نورو له احتیاجه خلاص کړي.
هغه زیاته کړې: « له ټولنیز ژوندانه او تعلیم د نجونو محرومېدل نه جبرانیدونکي زیانونه لري. پر موږ هم لازمه ده چې د خپل ګران هېواد د خیر او فلاح لپاره د نجونو د تعلیم او هراړخیزې ودې لپاره کامله هڅه او کوښښ وکړو.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له نړۍ سره د بېرته نږدې کېدو یوازینۍ لاره د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو بېرته پرانېستل دي.
د دوی په خبره، که سرپرست حکومت د نړیوالو پلمې ختمول غواړي،نو باید د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي:« د نن ورځې نجونې باید حتمن ښوونځيو ته لاړې شي او لوړې زده کړې ولري. له همدې امله، که اسلامي امارت غواړي راتلونکي کې یو آباد او خپلواک افغانستان ولرو، د نجونو او هلکانو تعلیم او تحصیل ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.»
سره له دې چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې یې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی او د نجونو پر زده کړو لګولي محدودیتونه یې لنډ مهاله بللي.
ځیني نور کارپوهان بیا وایي، که فرصت ورته برابر شي، نجونې هم د هېواد په پرمختګ کې برخه لرلی شي.
دغه راز دوی له اسلامي امارت غواړي چې له نجونو څخه د زده کړو فرصت وا نه خلي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په اند اوس هغه وخت را رسېدلی چې اسلامي امارت د امرثاني ژمنه پوره کړي؛ ترڅو وکولی شو په کوردننه دغه اختلاف ته د پای ټکی کېږدو.»
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا هم د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت ته په اشارې وویل، دا ورځ په ډېر خفګان سره لمانځي؛ ځکه چې د هغې په خبره، ۱ زر ۱۲۰ ورځې کېږي چې واکمنو تر ۱۲ کالو پورته عمر لرونکې نجونې له زده کړو منع کړې دي.
د نوموړې په خبره، درې کاله کېږي چې فرصتونه له لاسه وځي او په دې لړ کې نه یوازې میلیونونه نجونې شاملې دي بلکې ټولو کورنیو او په ټولیزه توګه افغانستان فرصتونه له لاسه ورکړي.