د اکټوبر په ۱۱مه قامي جرګه، درې میاشتې وړاندې د پښتونو ژرغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په جنازه کې د منظوراحمد پښتون له خوا اعلان شوه او موخه یې پر پښتونخوا د جبر او ظلم مخنیوی او د قام لپاره انصاف او عدالت غوښتنه ده.
د دغې جرګې د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت ډېرې هلې ځلې وکړې، ځکه خو په ټاکلې نېټه ترسره نه شوه.
شنونکي او سیاستوال دغه تاریخي جرګه مهه او د پښتون قوم راتلونکي برخلیک لپاره ټاکونکي بولي.
افغان سیاستوال عبدالغفور لیوال وايي: « دا جرګه او راټولېدنه ځکه مهمه ده چې دا ځل ولس او قام د یوه شعوري اقدام په پایله کې خپل برخلیک ټاکي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې ها خوا پراته ولسونه نور په دې روان شکل د پاکستان د جابر او ظالم پوځ استبدادي حکومت سره ژوند نه شي کولی.»
د سیاسي چارو شنونکي له ټولو پښتونو د دغې جرګې ملاتړ غوښتنه کوي او زیاتوي چې دغه جرګه له امېدونو ډکه ده او ټینګار لري چې جرګه وال باید د پښتون قوم د حقونو ساتنې په موخه د پاکستان له حکومت څخه تضیمن ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر صادق حمید زوی وايي: « جرګې ته ډېرې هیلي پرتې دي. د جرګې لومړی شعار او هدف د پښتنو ترمنځ اتفاق او اتحاد دی او کله چې دغه کار په واقعي بڼه رامنځته شي، بیا کولی شي خپل هر ډول حقه حقوق ترلاسه او هر ډول ستونزې د تدبیر له لارې حل کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا یو ډېر نېک کار دی چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پښتانه راپورته شول ترڅو له خپلو حقونو دفاع وکړي. له جرګې څخه تمه او هیله کېږي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره تضمینونه او د وژل شویو کسانو لپاره دیت او خساره واخلي.»
که څه هم د پاکستان حکومت د دغې جرګې د مخنیوي په موخه ډېرې هڅې وکړې؛ خو د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وړاندې ویلي وو چې په هېڅ قیمت به له جرګې نه په شاه کېږي.
پښتین په دې اړه وايي: «هېڅکله نه پر شا کېږو. په داسې حالاتو کې له خپلو خبرو په شا کېدل بې غیرتي ده. زموږ سرونه به ځي خو ټیټوو یې نه، ناکامي منو، خو غلامي هېڅکله نه. موږ په خپله خاوره د نورو واکمني نه شو منلی.»
دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر پر ۱۱ مه د جرګې له پيل وړاندې د پاکستاني پولیسو له خوا د جرګې پر ګډونوالو څو ځله بریدونه ترسره شول، د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ ۲۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.