Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کې د انګورو حاصلات ۹۰ سلنه زیاتات شوي

کندوز کې د انګورو حاصلات ۹۰ سلنه زیاتات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

کندوز ولایت چې د کرنې په برخه کې ښه مخینه لري له غنمو، وريجو، خټکیو او هېندواڼو وروسته په کې انګور ښه حاصلات ورکوي.

که څه هم روان کال په کندوز کې د انګورو حاصلات زيات شوي، خو بڼوال يې شکايت کوي چې د بازار نه شتوالي له امله پر تاکونو لګول شوی لګښت نه شي پوره کولی.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په کور دننه او بهر انګورو ته د پلور بازار له پيدا کولو سربېره، د تازه مېوې ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.

د انګورو یو تن بڼوال وايي: « زه۱۰ جریبه باغ لرم او ۱۰ ډوله انګور په کې دي. دلته محلي بازارونه ډېر ساړه دي او کله چې مېوه ورسېږي، د سالنګ لاره بنده شي. زموږ انګور په اوسنۍ بیه خپل لګښت نه پوره کوي؛ سره او درمل ګران دي او سړې خونې نه شته چې په کې ویې ساتو.»

په همدې تړاو یو تن بل بڼوال وايي: « سږ کال په کندوز کې ډېر ښه انګور شوي خو بازار نه لري. په دې قېمتونو سره بڼوال نه شي کولی خپلې مصرف کړې پیسې ترلاسه کړي. له دولت غوښتنه کوو چې د انګورو ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.»

که څه هم ځايي چارواکي مني چې سږکال کندوز کې د انګورو حاصلات۹۰ سنله زيات شوي؛ خو زياتوي چې دغه زياتوالی برګزانو ته د دوی له خوا ورکړل شوي پوهاوي پایله ده.

د کندوز کرنې ریاست مرستیال عبدالغفار صدیقي وايي:« په کندوز کې د انګورو حاصلات ۹۰ سلنه زیات شوي. د دې زیاتوالي لامل بڼوالو ته د درملو او عامه پوهاي ورکړه ده. همدارنګه د موسساتو په همکارۍ چیله يي سیسټم هم د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي یو لامل دی.»

بله خوا، سوداګر د بزګرانو شکايتونو ته په پام وايي، هڅه کوي چې د بزګرانو د ګټې زياتوالي لپاره کورنۍ مېوې نړيوالو بازارتونو ته ورسوي.

د کندوز د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي بصیر بهیج وايي: « په کندوز کې روان کال د انګورو حاصلات ډېر ښه دي. که دولت او د سوداګرۍ خونه همغږي وکړي، د ولایتونو ترڅنګ به یې بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړو، ترڅو بزګران ښه ګټه ترلاسه کړي او وهڅول شي.»

په کندوز ولایت کې له غلو دانو سربېره خټکي، هندواڼې، شفتالو، زرد آلو، ناک، نارنج، لیمو، بادام، پسته، املوک او نورې مېوې ترلاسه کېږي؛ خو بهر ته د صادراتو پر وړاندې یې ستونزې شته او په کوردننه بازار دومره ظرفیت نه لري چې دغه مېوې په کې وپلورل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist