Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مک‌کېنزي: داعش او القاعده ښايي له افغانستانه امریکا ته ګواښ پېښ کړي

مک‌کېنزي: داعش او القاعده ښايي له افغانستانه امریکا ته ګواښ پېښ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخواني قوماندان کېنټ مککېنزي په يوه مرکه کې ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې داعش او القاعده ځواک من شوي دي.

مک‌کېنزي زیاته کړې، دې ډلو په افغانستان کې دننه او بهر د لويو بريدونو ترسره کولو وړتيا پيدا کړې او په خبره يې کولی شي په راتلونکي کې د امريکا امنيت ته ګواښ پېښ کړي.

مک‌کېنزي پر اوکراین د روسیې د برید لامل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل بللی او زیاتوي، د امریکايي ځواکونو وتلو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته پر اوکراین د بريد کولو جرئت ورکړ.

هغه په دې  اړه وايي: « له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه زما سپارښتنه نه بلکې د ملي مشرتابه له خوا شوې وه. موږ به دعا کوله چې امریکایان او یو شمېر افغانان مو ژوندي را و ایستل. دا هغه څه دي چې تل به مې په ياد وي. ځواکونو مو خپله دنده په ښه توګه پرمخ یوړه او اړتیا هم وه. د ځواکونو له ايستلو سره سم داعش او القاعده ډلې پر امریکا د برید لپاره ځواکمنې شوې او د دې ترڅنګ د امریکايي ځواکونو له ناڅاپي وتلو وروسته، دېکتاتورانو لکه ولسمشر پوتین زده کړل چې په ډېره بې باکۍ پر اوکراین برید وکړي.»

د سرپرست حکومت اړوند چارواکو زموږ پرله پسې اړیکو ته ځواب رانه کړ، خو همدا تېره اوونۍ سرپرست حکومت په يوه اعلامیه کې وویل، د داعش پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې او دغه ډله يې له پښو غورځولې ده.

د سرپرست حکومت له خوا خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې د داعش پټنځایونه د ډیورنډ فرضې کرښې ها غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې دي.

د سیاسي چارو کارپوهان د تل په څېر ورته ادعاوې پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو وسيله بولي او په خبره يې، د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه په دې توګه د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې اراده لري.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « زموږ ځینې ګاونډي هېوادونه غواړي چې د افغانستان په سر له نړیوالې ټولنې امتیازونه ترلاسه کړي او یا هم پر اوسني نظام فشار وارد کړي ترڅو د هغوی له غوښتنو سره سم چلن وکړي او یا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته زمینه برابر شي.»

ځيني نور بیا باور لري چې یو شمېر امریکايي پوځي چارواکي په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال د خپل ناسم مدیریت او کمزورتیاوو پټولو او د امريکا حیثیت ساتلو په موخه ورته څرګندونې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « په افغانستان کې د امریکا او امریکايي جنرالانو ماتې په نړۍ کې د امریکا زبرځواکي او هژموني وننګوله، د امریکا مخالفان یې د دې هېواد پر وړاندې وهڅول او نړیوالې ټولنې ته یې دا ذهنیت پیدا کړ چې امریکا هم لکه د نورو امپراتوریو په شان ماتېدونکې او ورکېدونکې ده. همدا لامل دی چې امریکايي جنرالان او سیاستوال وخت نا وخت یو پر بل نیوکې کوي او یا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو خبرې کوي.»

دا لومړی ځل نه دی چې پخواني او اوسني امریکايي چارواکي په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د موجودیت او لوېدیځ ته يې د احتمالي ګواښونه په اړه څرګندونې کوي.

له دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال هم په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکې د موجودیت ادعا کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي
افغانستان

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist