د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو په مزار شريف ښار کې د حرفوي زده کړو د هغه مرکز پرانسته وکړه چې١٦٠ تنو ځوانانو ته په کې د مبایل جوړونې، خیاطۍ، نلدوانۍ، انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده کړې ورکول کېږي.
د دغه وزارت د کار مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې اړه جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهایل وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا مهال د هېواد پر کچه د حرفوي زدکړو٥٢ مرکزونه لري چې هر کال ترې۲۰ زره ځوانان په بېلابېلو برخو کې له مسلکي او حرفوي زده کړو وروسته فارغ کېږي.
احمدزی په دې اړه وايي: « د ټول افغانستان پر کچه د حرفوي زده کړو ۵۲ مرکزونه لرو او هر کال ترې ۲۰ زره تنه زده کوونکي فارغېږي. پلان لرو چې د دغو مرکزونو لړۍ له مرکزونو څخه ولسوالیو ته وغځوو او د همدې لپاره راغلیو یو چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست وړاندیزونه واخلو او د اړتیاوو په اړه سروې ترسره کړو.»
په مزار شریف کې پر حرفوي زده کړو بوخت ځوانان خوښ دي چې د کار او کسب لپاره روزل کېږي او زیاتوي، اوس کولی شي له همدې لارې پرځان بسیا شي او آزاد کارو بار پیل کړي.
دوی همدا راز له حرفوي زده کړو تر فراغت وروسته له سرپرست حکومت څخه د خپلو کسبونو اړوند وسايلو غوښتنه هم کوي.
له حرفوي زده کړو یو تن فارغ شوی زده کوونکی وايي: « په داسې حال کې چې اوسمهال په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه ده او ګڼ ځوانان وزګار دي، د حرفوي زده کړو پروسه ډېره ګټوره ده او له مخې یې ځوانانو ته کار پیدا کېږي.»
د حرفوي زده کړو یو تن بل فارغ زده کوونکی بیا وايي: « دولت باید د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته د اړوند حرفې او مسلک وسایل هم راکړي، ځکه چې موږ نه شو کولی دغه وسایل په خپل لګښت وپېرو.»
په همدې حال کې، د بلخ ځايي چارواکي له ځوانانو غواړي چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د خپلې راتلوونکي لپاره کار وکړي.
د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: «له تاسو فارغ شویو زده کوونکو هیله لرم چې خپل وخت ضایع نه کړئ. باید له دې چمتو شوي فرصت غوره ګټه پورته کړئ او کار زده کړئ.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د حرفوي زده کړو په مرکزونو کې تر ډېره هغه ماشومان او ځوانان زده کړې کوي چې له دې وړاندې پر درنو کارونو، نشه يي توکو کارولو او خیرات ټولولو بوخت و.