Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

پاکستان له تېرو څو کالو راهیسې له ژورې سیاسي بې ثباتۍ او خراب اقتصادي وضعیت سره لاس په ګرېوان دی.

 په تېرو درېیو کالو کې د امنیتي وضعیت له پورته ختونکي ګراف څخه ښکاري چې دغه هېواد اوس د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، بلوڅ بېلتون غوښتونکو او داعش ډلې ترڅنګ د ګڼو نورو وسله والو ډلو له خوا تر سخت امنیتي فشار لاندې دی او هره ورځ د لسګونه امنیتي پېښو کوربه دی.

د راپورونو له مخې، تېره میاشت د پاکستان د سټراتیژیکو سیمو په ګډون له ۱۰ زیات لوی بریدونه شوي چې له امله یې ګڼو پاکستاني پوځیانو، چارواکو او بهرنیو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تر ټولو وروستۍ امنیتي پېښه  د يکشنبې پر ورځ  د کراچۍ جناح نړیوال ډګر ته څېرمه پر هغو چینايي انجنیرانو سرتېری برید ترسره شو چې د قاسم بندر لپاره یې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید پر پروژه کار کاوه.

په دې برید کې دوه چینايي وګړي وژل شوي او د چینایانو په ګډون ۱۷ نور ژوبل دي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو اړوند مجید برېګډ څانګې چې د بلوچستان په سوېل لوېدیځ کې پراخ تحرکات لري، د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د بلوڅ بېلتون پالو له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ د مجید برېګېډ سرتېري برید برخې، په کراچۍ کې پر چینايي انجنیرانو او پانګوالو چې د جناح هوايي ډګر څخه د راوتو په حال کې وو، لوی برید ترسره کړ چې په پایله کې یې ګڼ شمېر چینايي وګړي او د هغوی پاکستاني ساتونکي پوځیانو وژل شوي. بلوڅ بېلتون غوښتونکي د دې برید مسوولیت مني.»

د پاکستان پوځ په لومړي سر کې پېښه د نفتي موادو د ټانکر چاودنه بللې وه، خو د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او په پاکستان کې د چین د سفارت د اعلامیو له خپرېدو وروسته، د دې هېواد حکومت ومنله چې دا یو سرتېری برید وه.

 د چین سفارت په اعلامیه کې د برید غندنه شوې او له پاکستاني لوري یې د پېښې د ژر تر ژره څېړلو او په کې د ښکېلو کسانو د نیونې ترڅنګ د چیناني اتباعو د امنیت ساتنې په تړاو د عملي ګامونو پورته کولوغوښتنه کړې.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د پاکستان امنیتي وضعیت او جګړه داسې یوه حالت ته رسېدلې چې ښايي موږ په سیمه کې د نوي بلوچستان د جوړېدو لیدونکي شو. د پښتون ملتپالو ګوندونو او دغه راز د ټي‌ټي‌پي په رامنځته کېدو سره ټوله پښتونخوا هم نا امنه شوې او دغه نا امني ورځ تر بلې له کلیو څخه ښارونو ته غځېږي. د ټول د پاکستان پر خراب اقتصادي وضعیت اغېز کوي او دغه قرضدار هېواد به نور هم د بهرنیو پور ته اړ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اکټوبر پر څلورمه د شمالي وزیرستان په شیوه سیمه کې د یوه پوځي کمین پرمهال د قوماندان علي په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول او۲۱ تنه ټپیان شول.

له دې برید یوه اوونۍ وړاندې ناپېژندو وسله ‌والو د بلوچستان د پنجګور په خدابدان سیمه کې د پاکستان استخباراتو ادارې اړوند ۷ کسان هغه مهال په یوه وسله ‌وال برید کې ووژل شول چې په یوه کور کې سره راټول وو.

 له دې بيا دوه ورځې وړاندې، د پښتونخواه په صوابۍ کې د پولیسو پر مرکز برید کې ګڼه مرګ ژوبله اووښتې وه.

د سیاسي  چارو شنونکي په پاکستان کې روانه ناامنۍ د دې هېواد د هغوغلطو پالیسو پایله ګڼي چې په تېر کې یې د ځان پر ګټه د افغانستان په ګډون د نورو ګاونډیو او سیمې هېوادونو پر وړاندې ترې کار اخیسته.

د چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « په راتلونکي کې د پاکستان لپاره دوې لارې ممکنې دي، د پاکستان ټوټه کېدل او په خپله رایه د ولسونو د برخلیک ټاکل کېدل یا هم د پاکستان په قوانینو کې ژور بدلون راوړل ترڅو ولسونه پر هغه څه واکمن شي چې د دوی حق دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د خیبرپښتونخواه د ترهګرۍ ضد مبارزې د پولیسو ادارې (سي‌ټي‌ډي) په تازه راپورکې ویل شوي چې روان کال یوازې په دې ایالت کې پر پولیسو ۲۲۸ بریدونه  شوي چې په کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist