Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له اسلامي امارت د مسکو فارمټ ناستې ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

له اسلامي امارت د مسکو فارمټ ناستې ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

د مسکو فارمټ ۶مې ناستې په پای کې ګډې خپرې شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د اندېښنو له منځه وړلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پرګډې همکارۍ، ټول ګډونه حکومت جوړولو او د نجونو، ښځو او لږکیو د حقونو پر خوندي کولو ټینګار شوی. 

د مسکو فارمټ غونډې ګډونوالو له سرپرست حکومت غوښتي، له ژمنو سره سم په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د تایید وړ ګامونه پورته کړي.

د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د خپلواک، باثباته او سوله ‌ییز افغانستان د ملاتړ ترڅنګ د درېیم هېواد له لوري په افغانستان او ګاونډ کې د پوځي مرکزونو جوړېدو احتمال غندلی او دغه ګام یې نه مننونکې هڅه بللې.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه: « د افغانستان سرپرست حکومت دې له نړۍ سره کړیو ژمنو او اړتیاوو سره سم، د ترهګرۍ پر وړاندې د لېدو او تایید وړ مبارزه وکړي. ګډونوال هېوادونه د خپلواک، باثباته او سوله‌ ییز افغانستان غوښتونکي دي او په دغه هېواد یا ګاونډیو هېوادونو کې د درېیم هېواد له لوري د پوځي مرکزونو جوړولو هڅې ورته د منلو نه دي.»

همداراز، په دې خبرپاڼه کې د برخوالو هېوادونو استازو د لږکیو، ښځو او نجونو د حقونو ورکولو ترڅنګ په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه هم کړې.

د  خبرپاڼې په یوه برخه کې له افغانستان سره پر ګډو همکاریو له ټینګار سربېره، له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له افغانانو سره بېړنیو بشري مرستو ته دوام ورکړي او له دغو مرستو سیاسي ګټه وانه خلي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه: « په داسې حال کې چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې د یو شمېر هېوادونو له لوري سیاسي کېدو خوا ته روانې شوې، د مسکو فارمټ هېوادونه تمه لري چې سرپرست حکومت په افغانستان کې یو ټول شموله، معقول او عصري حکومت رامنځته کړي، د لږکیو، ښځو او نجونو بنسټیز حقونه خوندي او د افغانانو غوښتنې ومني. همدارنګه نړیواله ټولنه دې هم له افغانانو سره بېړنيو بشري مرستو ته دوام ورکړي.»

سرپرست حکومت د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په اړه زموږ اړیکو ته ځواب را نه کړ او نه یې تراوسه ګډې خبرپاڼې ته رسمي غبرګون ښودلی.

بله خوا د سیاسي چارو کارپوهان د مسکو فارمټ غړي هېوادونو د افغانستان په قضیو کې ښکېل بولي او زياتوي چې د تېر پرتله يې د افغانستان په اړه په ليدلوري کې نرمښت موجود و او له همدې کبله يې له سرپرست حکومت سره د يو لړ غوښتنو په مقابل کې د همکاريو مشروطې ژمنې کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د مسکو فارمټ ګډون لرونکو هېوادونو پرېکړه لیک یا اعلامیه ډېره ګټوره او مؤثره ده، ځکه چې نه یوازې له اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت، ترهګرۍ ضد مبارزې او حقونو د ورکړې غوښتنه شوې بلکې د خپلو مرستو او همکاریو ژمنه یې هم کړې. دا د دوه اړخیز جوړجاړي مانا لري او دا یوه ښه پرېکړه کړه.»

د مسکو فارمټ په خپره کړې خبرپاڼه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او په سیمه ‌يیز اتصال کې د دې هېواد ونډه مهمه یاده شوې.

د مسکو فارمټ شپږمه ناسته کې د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، پاکستان، روسیې او ازبېکستان استازو ګډون درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist