د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر افغانستان د لوېدېځ او په ځانګړې توګه د امریکا لګول شوي بندیزونه غیر عادلانه بللي او ټینګار یې کړی چې لوېدیځ باید پر اسلامي امارت لګولي بندیزونه لرې کړي.
د لاوروف په خبره، لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ آزاده او د افغانستان په بیا رغونه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.
لاوروف زیاته کړې: « زه له لوېدېځو هېوادونو غوښتنه کوم چې په افغانستان کې له جګړې وروسته د دغه هېواد په بیارغونې کې خپل مسوولیت ومني او پر طالبانو دې هر ډول لګولي بندیزونه لرې او د افغانستان شتمني دې آزاده کړي. هو! زه ویلی شم چې امریکا د افغانستان شتمني په غیر قانوني ډول کنګل کړې او دغه کار د افغانستان پر بانکې سکټور ژور منفي اغېز کړی.»
د سیاسي چارو کارپوهان له اسلامي امارت څخه پر ځینو پالیسو د غورغوښتنه کوي او وايي، ستونزې له دوه اړخیزو اړیکو پرته نه هوارېږي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې پر خپلو ځېنو پالیسیو او سیاستونو له سره کتنه وکړي، له شته فرصتونو ګټه پورته کړي، له نړیوالې ټولنې سره پرله پسې مجلسونه ولري او خپل شرایط په مشخصه توګه بیان کړي، ترڅو شته ستونزې هوارې شي.»
سرګي لارووف دا خبرې داسې مهال کوي، چې د مسکو فارمټ په همدې ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي روسیې او ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان له ټولو اړخونو سره د متقابلو ګټو پربنسټ اړیکو جوړولو ته ژمن دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیي بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او لوېدیځ هېوادونه باید د سیاسي فشارونو پر ځای، له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني او پر چارواکو لګول شوې بندیزونه لرې کړي.
مجاهد زیاتوي: « بندیزونه هېڅ نتیجه نه لري، دا یوه ناکامه هڅه ده او د ناکامې هڅې تعقیبول او دوام د پوهو خلکو کار نه دی. موږ غوښتنه کوو چې بندیزونه او نور فشارونه پای ته ورسول شي او ځای یې مثبت تعامل ته ورکړل شي. د افغانستان کنګل شوې پیسې د خلکو ملکیت دی او باید پرېښودل شي. که دغه پیسې همداسې کنګل ساتل کېږي، دا د افغانستان د خلکو پر حقونو تېری او ظلم دی.»
د ساسي چارو کارپوهان د دغه روسي چارواکي د څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځېنې دغه څرګندونې د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د لویدیځې نړۍ او افغانستان لپاره مهمې بولي او ټینګارکوي چې دواړه لوري باید د فشارونو پر ځای تعامل ته مخه کړي ترڅو شته ستونزې را کمې شي؛ خو ځینې نور بیا په دې اند دي چې لوېدیځ د روسي چارواکو غوښتنې نه مني.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « دواړه لوري باید دا درک کړي چې بندیزونه او فشارونه پر عام ولس اغېز کوي او زیانونه ور اړوي.»
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي:« د روسي چارواکو دا غوښتنه نه منل کېږي او مثبته پایله نه لري چې وايي د طالبانو پر مشرانو باید بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده شي. له دې وړاندې په روسیې او نورو ځایونو کې دغه شان ورته غونډو او غوښتنو هم کومه مثبته پایله نه ده لرلې.»
د مسکو فارمټ په ناسته کې افغانستان، پاکستان، ایران، چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، ازبیکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او تورکیه ګډون لري.
د یادونې وړ ده چې د مسکو فارمټ په پنځمه مشورتي ناسته کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو او کار حق ته پر درناوي ټینګار شوی و.