که څه هم نیمروز کې د متشبثو ښځو شمېر زیات شوی، خو وایي، د کاروبار بازارونه یې پیکه دي او له همدې کبله يې عاید هم کم شوی.
دوی همداراز زیاتوي، د کار جواز ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له مسوولینو غواړي چې یاده برخه کې یې ملاتړ وکړي او همداراز سوداګریزو توکو ته یې د پلور بازار پیدا کړي.
متشبثه شاه ګل ګلزاده وايي: « له سوداګرو او چارواکو غوښتنه کوم چې زموږ د لاسي صنایعو کارخونې تر پوښښ لاندې ونیسي او ملاتړ یې وکړي؛ ترڅو زموږ په لاس جوړ شوي توکي نورو ولایتونو او بهر ته هم لاړ شي.»
په نیمروز کې د ښځینه صنایعو او سوداګرۍ خونې چارواکي هم وایي، یاد ولایت کې سوداګرۍ او پانګونې ته د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده.
دوی زیاتوي، چې اوس مهال څه باندې زر تنه ښځې په نېمروز ولایت کې پر سوداګرۍ بوختې دي.
د نېمروز د ښځینه صنایعو او سوداګرۍ خونې رییسه پلوشه شمس وايي: « د یوه کاري جواز اخیستل تر ۳۰ زره افغانیو لګښت لري او د دې لپاره باید کابل ته سفر وشي چې له ۵۰ تر ۶۰ زرو د دې سفر مصرف کېږي. نو یوه ښځه که دومره پيسې ولري بیا دومره کوچني کار ته نه کېني بلکې لوی کارونه کوي. همدارنګه د ځېنو محدودیتونو له امله تولیدي برخه هم د ښځو پرمخ تړلې ده.»
بله خوا، نیمروز کې ځایي مسوولین بیا د متشبثو ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، خو زیاتوي، ښځې هم باید د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د کار قانوني جواز واخلي، که نه د کار اجازه نه ورکول کېږي.
د نېمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد عمر زبېر وايي: « څوک چې دلته کارګاه جوړوي، موږ ورته جواز ورکوو او دغه جواز به له وزارت څخه اخلي. خپلسرو او بې جوازه فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي.»
د اسلامي امارت له راتګ سره نیمروز کې د ښځو سوداګریزو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او هغوی د لاسي صنایعو کارخونو جوړولو سره سلګونو بې روزګاره ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.