Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: پرافغانستان لګیدلي بندیزونه له افغان ولس سره ظلم دی

متقي: افغانستان کې د داعش شتون په اړه اندېښنې بې‌ ځايه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سیمي او ګاوڼدیو هېوادونو چارواکو په خپلو ناستو او څرګندونو کې ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې فزیکي حضور لري او که مخنیوی يې ونه شي، د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ پېښولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي  په یوه مرکه کې د یادو تورونو په ردولو سربېره ویلي، سرپرست حکومت په افغانستان کې د داعش ۲۲ مزکرونه له منځه وړي او دا مهال ياده ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.

هغه په دې اړه وايي: « تاسو پوهېږئ چې داعش افغانستان کې د امریکا او متحدینو د حضور پرمهال پيدا شوی. زموږ په راتګ سره په تېرو درېیو کالو کې د داعش ټول مرکزونه له منځه یوړل شول، ګڼ شمېر کسان یې وژل شوي، نیول شوي او پاتې یې تښتېدلي دي. دا مهال افغانستان کې د داعش یو کس هم شتون نه لري.»

متقي په وروستيو کې د داعش له خوا شویو بريدونو ته په اشارې ويلي، د دغو بریدونو ترسره کوونکي له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته راننوتي.

متقي د کوم چا یا هېواد له نوم اخیستلو پرته ادعا کوي چې ځينې کړۍ د ناسمو تبليغاتو په وسيله له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابول غواړي او له همدې امله اړتیا نه شته چې ياد هېوادونه له افغانستانه د ګواښ ورپېښېدو په تړاو اندېښنه وکړي.

هغه زیاته کړې: « افغانستان له هغو داعشیانو زیانمن دی چې له بهر څخه افغانستان ته راځي. که چېرې ګاونډي او د سیمې هېوادونه ګډه مبارزه وکړي او خپل سرحدونه ټینګ کړي، په افغانستان کې هېڅ ستونزه نه شته. د داعش لپاره تبلیغات د اندېښنو جوړولو او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اعتماد له منځه وړلو په موخه کېږي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بهرنیو ځواکونو راتګ ته په اشاره ویلي، په تېرو دوو لسيزو کې ناټو او متحدانو يې په افغاستان کې جنايتونه ترسره کړي او باید افغانانو ته د اړولو زیانونو تاوان ورکړي.

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان هم ادعا کوي چې داعش ډله د افغانستان په ځېنو ګاونډیو هېوادونو کې فعال مرکزونه لري او ملګري ملتونه دې يې مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « ترهګریزې ډلې په افغانستان کې ځپل شوې دي، خو هغه شبکې ځینې تخریبي فعالیتونه لري چې بهرني هېوادونه یې ملاتړ کوي.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: « د امیرخان متقي څرګندونې کره او پر مستنداتو ولاړې دي. داعش او نورې ترهګرې ډلې په تېرو ۲۰ کالو کې د بهرنیانو په شتون کې جوړې او پراخ فعالیتونه یې پیل کړل. دغه ډلې اوس په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او هېڅوک په دې اړه اسناد نه شي وړاندې کولی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي و، په یوه ګاونډي هېواد کې داعش ډلې ته بشري ځواک چمتو کېږي، له دویم ګاونډي راتېریږي او په درېیم ګاونډي هېواد کې یې د پلان جوړونې او تمویل مرکزونه فعاله دي.

متقي د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخيستي،‌ خو وايي دغو هېوادونو د داعش خلاف مبارزه کې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی او له همدې امله سیمه ناامنه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist