په هېواد کې د اوږدې وچکالۍ په دوام، روان کال د کابل سیند اوبه هم په بېساري توګه کمې شوې او د دې کمښت امله په ختیځو ولایتونو کې زرګونه هکټاره ځمکه باندې ولاړ فصلونه د وچېدو له ګواښ سره مخ شوي.
دغه ځمکې تر ډېره د ننګرهار کانال وادي دولتي شرکت پورې اړه اړه لري.
د دې ځمکو کروندګر وايي، د فصلونو وچېدو لامل یې په کابل سیند کې د اوبو کمېدل، د کانال د ځينو برخو نه پاکول او کانال څخه په غیر قانوني توګه بېلې شوې ویالې دي.
د ځمکو یو تن کروندګر وايي: «خلکو له کانال لښتي تېر کړي او بېځایه اوبه مصرفوي؛ باید دا کنټرول شي او موږ ته منظمې اوبه راکړل شي ترڅو زموږ فصلونه له تندې وژغورل شي.»
همدارنګه یو بل کروندګر بیا وايي: «هیله لرو مسوولین د کانال پاکولو ته پاملرنه وکړي او غیر قانوني تېرې شوې ویالې بندې کړي، ترڅو لاندې کښتونو او خلکو ته منظمې اوبه ورسېږي.»
د ننګرهار کانال وادي دولتي شرکت مسوولین وايي، د مني په موسم کې د کابل سیند اوبو کمښت یوه عادي ستونزه ده او هر کال په دې فصل کې د سیند اوبه ۵۰ سلنه کمېږي چې له امله یې یاده ستونزه هم رامنځته شوې ده.
د ننګرهار کانال وادي دولتي شرکت د ساتنې او مراقبت آمر انجنیر ګل احمد وايي: « د مني په فصل کې د اوبو کمښت وي ځکه چې د بند کاسه تشېږي؛ اوس د بند په کاسه کې ۵۰ سلنه اوبه شته. ولسونه دې هم له موږ سره ګوزاره وکړي، موږ خپله هڅه کوو چې ټولو ته اوبه ورسوو.»
د ننګرهار کانال وادي شرکت ریيس بیا له کابل سیند نه د بېل شوي کانال په مسیر کې د غیر قانوني ویالو کېندل مني او ډاډ ورکوي چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې له کانال غیر قانوني ویالې تېرې کړي.
د محمد نعیم محمدي په خبره، د یوه منظم مکانېزم له لارې به د نهر اوبه په عادلانه توګه پر ټولو کروندګرو ووېشل شي.
محمدي زیاتوي: « موږ په دې اړه څو ځلې مجلسونه کړي او اوس هم د عدالت او انصاف پلي کولو تصمیم لرو. د اوبو وېشلو مکانیزم باید داسې جوړ شي چې هرچاته اوبه ورسېږي.»
د ملوماتو له مخې، د ننګرهار کانال پروژه په ۱۳۴۲ کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې د ۷۱ کیلو مټرو په اوږدوالي سره د شاوخوا ۳۱ زره هکټاره ځمکو خړوبولو ظرفیت لري.