Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران، پاکستان، چین او روسیې ګډه خبرپاڼه: له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل یوه اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/29

د ایران بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې ناسته کړې او په کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوې او په دې اړه یوه ګډه خبرپاڼه هم خپره شوې.

د ملګرو ملتونو د ۷۹ مې سرمشرېزې په څنډه کې د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته ده، چې په کې افغانستان ته د سولې او ټیکاو پر راوستلو او له سرپرست حکومت سره د تعامل پر رامنځته کولو سلا مشورې شوې دي.

په دې ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اقتصادي او امنیتي پرمختګ لپاره یو شمېر وړاندیزونه کړي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌ يي ویلي: « لومړی، باید سیمه ‌يیز ثبات رامنځته شي. له افغانستان سره د امنیت او ثبات لپاره باید د استخباراتي تجربو، امنیتي همکاریو او د قانون پلي کولو په برخه کې همکاري وشي. دویم، باید د افغانستان په بيارغونه کې له تنکسي نوښت څخه ګټه واخیستل شي. درېيم، افغانستان باید د جیوپولټیکي رقابتونو پر ځای د ټولو افغانانو لپاره خوندي هېواد وي او څلورم، نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو تمرکز زیات کړي.»

ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو او د بشري حقونو پر خوندیتوب د لوېدیځ ټینګار ته په اشارې ویلي، د ثبات زيانمنوونکو تحرکاتو ته دې اجازه نه ورکول کېږي.

سید عباس عراقچي د بشري حقونو پر رعایت د ټينګار ترڅنګ له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې.

عراقچي زیاته کړې: « موږ باید سیاسي تحرکاتو ته اجازه ورنه کړو. افغانانو ته د بشري مرستو په چمتوو کولو کې دې ګډه همکاري وشي. زموږ لوېدیځ شريکان باید پوه شي چې له بنسټیزو بشري مرستو د خلکو محرومول د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ نه شي رامنځته کولی او په دې ډول د ښځو او نجونو حقونه نه خوندي کېږي.»

‏له بلې خوا، سرپرست حکومت د چین، روسیې، ایران او پاکستان درېیمې ګډې ناستې هرکلی کړی او د خبرو له لارې يې پر یو شمېر مسایلو بحث مهم بللی.

د اسلامی امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د روسیې، چین، ایران او پاکستان هېوادونو د هغه مثبت دریځ هرکلی کوو چې له اسلامي امارت سره خبرې او سیاسي ډیالوګ یې د حل لاره بللې. واقعیت هم همدا دی ډیالوګ د هېوادونو ترمنځ مثبتو تعاملاتو ته لاره جوړوي. موږ د خبرو له لارې پر رغنده سیاسي تعامل باور لرو او داسې له نورې نړۍ سره سمې ښې اړیکې غواړو لکه څنګه چې یې د سیمې له هېوادونو سره لرو.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له سرپرست حکومت سره د چین، ایران او روسیې تعامل ته په پام وايي، په سیمه کې له یادو هېوادونو سره د اړیکو دوام حیاتي دی.

 د دوی په خبره، دغو هېوادونو د لوېدیځ پر خلاف د واقیعتونو په رڼا کې له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړی.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « زما په نظر د دوی دریځ تر ډېره د لوېدیځ د هغه دریځ پر ضد دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې یې څرګند کړ. لوېدیځه نړۍ په یو اړخیزه توګه د شکایتونو او مغرضانه ثبوتونو په وړاندې کولو سره د افغانستان واقعیتونه تر پښو لاندې کوي؛ خو دا هېوادونه برعکس د افغانستان واقعیتونه مني او له افغانستان سره اړیکې لري.»

 ایران، روسیې، چین او پاکستان یاده ناسته مثبته ارزولې او له سرپرست حکومت سره يې د نړیوالې ټولنې تعامل یوه اړتيا بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist