Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې له شاوخوا زر زده کوونکو د اسلامي امارت پېژندنې ازموینه واخیستل شوه

کابل کې له شاوخوا زر زده کوونکو د اسلامي امارت پېژندنې ازموینه واخیستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/28

د کابل ولایت شکر درې ولسوالۍ اړوند مرادبېک سېمه کې د اسلامي امارت پېژندنې په نوم د ښوونځیو له شاوخوا زر تنو زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه.

دغه آزموینه د کابل عامه کتابتونونو او شکر درې ولسوالۍ د پوهنې آمریت د مسوولینو له خوا پيل شوې او د میربچه کوټ ولسوالۍ زده کوونکو هم په کې ګډون کړی و.

مسوولين وايي، دغو زده کوونکو ته يې یوه میاشت مخکې د  اسلامي امارت پېژنې په نوم کتابونه ورکړي وو او نن يې ازموینه  واخیسته او په خبره یې موخه یې د نوي نسل ذهنیت جوړونه ده.

د شکر درې ولسوالۍ د پوهنې آمر دانیال حنيفي وايي: « له دې ازموینې موخه دا ده چې زموږ زده کوونکي له فکري او ذهني پلوه وروزل شي، د خپل هېواد او امارت په اړه ټول مالومات ترلاسه کړي. په راتلونکي کې د امارت پېژندنې له کتاب سربېره نور پروګرامونه هم لرو.»

د ازموینې یو تن څارونکی استاد وايي: «زده کوونکي د کتاب لوستلو ته هڅوي او یو فرهنګ جوړېږي. دغه راز له مطالعې سره مینه پيدا کوي.»

د مسوولینو په خبره، د سیالۍ ۲۰ تنو بریالیو زده کوونکو ته بېلابېلي ډالۍ هم ورکوي.

ورته مهال د ازموينې ګډونوال خوښ دې او وايي، د دا ډول سیالیو تر څنګ دې په دینې او عصري زده کړو کې هم ازموینې واخیستل شي.

دوی وایي، دا ډول سیالۍ ځوانان د کتاب مطالعي ته هڅوي او غوښتنه کوي چې په راتلونکو سیالیو کې دې نجونو ته هم د ګډون اجازه ورکړي.

د ازموینې یو تن ګډونوال وايي: « هرڅه مې چې ولوستل زما په ګټه وو، ما په دې کتاب کې ولوستل چې اسلامي امارت زموږ هېواد جوړوي، سوله او امنیت راولي او موږ کولی شو ډاکټران او انجینران جوړ شوو.»

د ازموینې یو بل ګډونوال وايي: « اسلامي امارت یوه میاشت وړاندې دغه کتاب موږ ته راکړ او موږ د دې کتاب په لوستلو سره اسلامي امارت وپېژانده.»

ړ ازموینې یو بل ګډون کوونکی بیا وايي: « که غواړو چې افغانستان آباد شي، نو باید ښځو ته هم د زده کړو اجازه ورکړل شي. په یوه کورنۍ کې مور زده کړې ونه لري، اولادونه یې هم نا لوستي پاتې کېږي.»

مسوولین وایي، راتلونکې کې به د ولایتونو تر څنګ د کابل په ټولو ولسوالیو کې ورته سیالۍ پيل کړي چې د نظام او ملت تر منځ واټن له منځه لاړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist