Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د بریکس سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې

اسلامي امارت د بریکس سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/26

وروسته له له هغه چې په بریکس سازمان کې د افغانستان د غړيتوب په تړاو راپورونه خپاره شول، اسلامي امارت هم ومنله چې دې سازمان کې یې د غړيتوب وړانديز روسيې ته سپارلی دی.

په دې اړه خپاره شویو راپورونو کې ويل شوي چې د اسلامي امارت دغه وړانديز د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په وسيله کرېملین ماڼۍ ته سپارل شوی، ترڅو ولسمشر پوتين ته ورسېږي.

اسلامي امارت د دې وړانديز د تایید ترڅنګ لېوالتيا ښيي چې غواړي د افغانستان اقتصادي ثبات په موخه د بریکس سازمان فعال غړی شي او استازي يې د دې سازمان په ناستو کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي: « بریکس یو مهم اقتصادي فورم دی او په کې د نړۍ د سترو منابعو او اقتصادي سرچینو لرونکي هېوادونه غړیتوب لري. له دې امله چې افغانستان یو مخ پر ودې او د اقتصادي پراختیا په حال کې هېواد دی، نو زموږ لپاره مهمه ده چې د دغه شان یوه اقتصادي سازمان په ناستو کې حضور ولرو. د افغانستان اسلامي امارت لېوالتیا لري چې د بریکس په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي او د همدې لپاره یې له کوربه هېواد سره خپله غوښتنه شریکه کړې ده.»

د سیاسی چارو شنونکي د اسلامي امارت له خوا بریکس سازمان ته د غړيتوب وړانديز غوره ګام بولي. د دوی پر باور، افغانستان به د سیمې او نړۍ پر کچه په اقتصادي ناستو کې له ګډون سره پر ځان نورې سوداګريزې لارې هم پرانيزي.

د سیاسي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: « له بریکس سره وصل کېدل د افغانستان د ګټو پر خلاف نه بلکې د مفاداتو پر تضمین راڅرخي. په بریکس کې داسې هېوادونه شته چې له امریکا سره ستراتیژیک تعاملات لري خو د دې سازمان غړي هم دي. د بریکس غړیتوب د افغانستان پر ګټه دی نه په زیان.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « بریکس په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو مهم ارګان یا سازمان او کنفرانس یې تر ټولو مهم کنفرانس دی. که چېرې اسلامي امارت ته په دې کنفرانس کې بلنه ورکړل شي یا هم د دې سازمان غړیتوب ورکړل شي، دا به د اسلامي امارت لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي.»

د شنونکو په باور، که د بریکس سازمان په راتلونکو ناستو کې اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شي، په دې سازمان کې د خپل ځای په يقيني کولو سره کولی شي چې له غړيو هېوادونو سره سوداګري نور هم پراخه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی یونس ځدارڼ وايي: « په دې کنفرانس کې د افغانستان ګډون ډېر مهم دی، د افغانستان اقتصاد ته به ډېرې مهمې پایلې ولري او زموږ د ملي کرنسۍ ارزښت به نور هم لوړ کړي.»

برازیل، روسیه، هندوستان، چین او جنوبي افریقا د بریکس سازمان دایمي غړي او بنسټ اېښودونکي دي، مصر، ایتوپیا، ایران او عربي متحده امارات هم په ۲۰۲۴ کال له دې سازمان سره یوځای شول.

د دې سازمان په اهدافو کې د يوه اقتصادي بلاک په چوکاټ کې د غړيو هېوادونو مطرح کول، له یوبل سره د سوداګرۍ ډېرول، د ډالرو پر ځای په خپلو اړوند کرنسیو تجارت کول، پر اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالتونو اتکا کمول او دغه راز د یوه لوی پراختیايي بانک جوړول شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist