Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدر: د بندیانو روزنې په موخه زندانونو کې اکاډمیک مرکزونه  جوړوو

بدر: د بندیانو روزنې په موخه زندانونو کې اکاډمیک مرکزونه  جوړوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

د زندانونو چارو د تنظيم ادارې نظامي مرستیال حبیب الله بدر وايي، د اصلاح په مرکزونو کې د زندانونو بدلولو لپاره په دغو ځایونو کې اکاډميک مرکزونه جوړوي.

بدر دغه څرګندونې د ماشومانو اصلاح په مرکزونو کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ له حرفوي زده ‌کړو د یو شمېر ماشومانو په فراغت غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، په يادو مرکزونو کې به زندانيانو ته د ثانوي، لېسانس او ماسټرۍ تر کچې زده ‌کړې ورکړل شي.

بدر زیاتوي:« دغو ماشومانو ته مسلکي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي ترڅو له دې ځایه تر وتلو وروسته، کار وکړي او کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.»

په ورته مهال، په کابل کې د ماشومانو د اصلاح مرکز مسوولین وایي، په دې مرکز کې د موجودو ماشومانو د اصلاح په موخه يې د سیرت‌ النبي سیالۍ ترسره کړې او۳۶ ماشومانو په کې لوړې نمرې تر لاسه کړې دي.

د دوی په خبره، د دغو ماشومانو د اصلاح په موخه يي ټولو ته دینې، عصري او حرفوي زده ‌کړي پيل کړې دي.

کابل کې د ماشومانو د اصلاح مرکز رییس شرافت ‌الله حقاني وايي: « له نېکه مرغه د کابل ولایت د اصلاح او روزنې په مرکز کې د امنیتي او اداري چارو ترڅنګ، اسلامي امارت د نړیوالو موسسو په همکارۍ د حرفوي زده کړو ترسره کولو چارې هم سمبال شوې دي.»

بله خوا، په یاد مرکز کې ساتل کېدونکي ماشومان وايي، په تېرو اتو میاشتو کې يې د دیني او عصري زده ‌کړو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده ‌کړې هم ترلاسه کړې او د اصلاح له مرکز څخه تر وتلو وروسته به په خپل مسلک کې کار وکړي.

د اصلاح مرکز کې تر روزنې لاندې یو تن ماشوم وايي: « دغو کورسونو موږ ته ډېره ګټه وکړه، زه له موسسې مننه کوم چې دغه زمینه یې برابره کړه. دلته چارواکي له موږ سره ښه چلن کوي، دا ځای داسې نه دی لکه زندان بلکې د لیلیې په شان دی. دلته زموږ هر ډول ستونزو ته رسېدنه کېږي.»

په دغه مرکز کې ټولټال ۳۵۷ ماشومان ساتل کيږي چې د چارواکو په خبره، د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو له امله یاد مرکز ته ور وړل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist