Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا پرافغانستان د پاکستاني طالبانو تحریک )ټي.ټي.پي( د ملاتړ تور پورې کړی.

منیر اکرم ویلي، په پاکستان کې د ټي.ټي.پي د بریدونو لپاره په افغانستان کې اسانتیاوې برابریږي او هلته ملاتړي لري.

د سیاسي چارو کارپوهان د ټي.ټي.پي د ملاتړ په برخه کې پر افغانستان د پاکستان تورونه بې ځایه بولي او د منیر اکرم تازه څرګندونې هغه ادعاوې بولي چې هېڅکله یې د اثبات لپاره اسناد نه شي وړاندې کولی.

د کارپوهانو په خبره، د ټي.ټي.پي له لوري په پاکستان کې چاودنې او بریدونه د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده او افغانانو پورې هېڅ ډول تړاو نه لري.

دوی له پاکستانه غوښتنه کوي چې له دغه ډول بې ځایه تورونو لګولو لاس واخلي او خپله ستونزه په خپل کور کې حل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: « ټي.ټي.پي د پاکستان یوه کورنۍ ستونزه ده او هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې پټنځایونه لري.»

همدارنګه، ځېنې نور  بیا په دې باور دي چې پرافغانستان د ټي.ټي.پي د ملاتړ تورې پورې کول د هغو پلمو برخه ده چې نړیوال یې د رسمیت پېژندنې په برخه کې مطرح کوي او اوس اړینه  ده چې کابل او اسلام آباد شته ستونزې له سیاسي لارو چارو حل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر آغا په دې اړه وايي: « زه فکر کوم بهرنیان افغانستان ته مختلفې بهانې لټوي. احتمال شته چې د ټي.ټي.پي موضوع هم له دغو بهانو یوه وي. ښه خبره دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.»

له دې سره، کابل وايي، له ټي.ټي.پي ملاتړ او بیا یې د پاکستان پر وړاندې جنګول د اسلامي امارت پالیسي نه ده.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، نه غواړي خپلو ګاونډيو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر موده وړاندې یوې ناستې ته وینا کې وویل، د ټي.ټي.پي مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او نه باید نور څوک په کې ښکېل وګڼل شي.

هغه زیاته کړې:« د ټي.ټي.پي ملاتړ کول او د پاکستان پر وړاندې یې جنګول بلکل زموږ پالیسي نه ده. موږ افغانستان ته ستونزې نه راوړو؛ موږ د اسلامي نظام راوستو لپاره قرباني ورکړې او ساتنه یې هم زموږ دنده ده. موږ له پاکستان سره کار نه لرو او دا موضوع د هغوی خپله کورنۍ ستونزه ده.»

له هغې وروسته چې په پاکستان کې د ټي.ټي.پي بریدونه زیات شوي، یو شمېر سیمې او د پوځ بېزونه یې نیولي، پاکستان پر افغانستان تورونو لګولو ته زور ورکړی او بیا بیا یې ادعا کړې چې افغان خاوره د دوی پر وړاندې کارول کېږي؛ هغه ادعا چې اسلامي امارت یې نه مني او وايي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist