Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباري عمر: راتلونکو دوو کالو کې به د کابل او نږدې سیمو برېښنا ۲۴ ساعته شي

عبدالباري عمر: راتلونکو دوو کالو کې به د کابل او نږدې سیمو برېښنا ۲۴ ساعته شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/23

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې، دا  ځل د دولتي شرکتونو لوی ریاست خپل کلنی راپور له خلکو او رسنیو سره شریک کړ.

د دې ریاست چارواکي وایي، د افغان طیور شرکت، د بغلان د بورې شرکت، د کندهار، بلخ او پلخمري د نساجیو او د هلمند بُست شرکت بیا فعالول او سمبالول یې په تېر یوه کال کې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

بله خوا، چارواکي د قوشتېپې کانال د چارو په تړاو د اندېښنو په ردولو سره وايي، د لومړي فاز چارې يې ۹۱ سلنه او د دویم فاز چارې په ۶۴ سلنه پرمختګ سره دوام لري او په خبره یې د قوشتېپې کانال چارې پرته له کوم خنډ او ځنډ پرمخ روانې دي.

د دولتي شرکتونو ریاست سرپرست احمد جان بلال وايي: « د قوشتېپې کانال د لومړي فاز چارې ۹۱ سلنه او د دویم فاز چارې یې ۶۴ سلنه پرمخ تللې دي. په ۱۴۰۲ کال کې د ملي ماڼۍ، لاله ښارګوټي او د بګرامیو ښارګوټي چارې عملا ً پیل شوې دي. د بلخاب د ډبرو سکرو استخراج په فني ډول پیل شوی او ورسره د غیر قانوني استخراج مخه نیول شوې.»

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالولي عادل وايي: « د قوشتېپې کانال چارې ښې پرمخ روانې دي، کارونه یې نورمال پرمخ ځي او شرکتونو ته پیسې په وخت ورکول کېږي او هېڅ ډول ستونزه نه شته.»

چارواکي وايي، له شبرغان څخه د بغلان تر الوان دښتې او بیا د کابل تر ارغندۍ سب سټېشن پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول؛  له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږدولو مزي غځول؛ د هرات د نور الجهاد سب سټېشن فعالول، د کندهار د برېښنا سب سټېشن او د یو شمېر نورو ناتمامو پروژو د تطبیق چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز  دوی وايي، د بلخاب د ډبرو سکرو کان د استخراج چارې هم روانې دي او تر اوسه ترې ۲۸ زره ۹۸۰ ټنه سکاره استخراج شوي دي.

 د دوی په خبره،  ټاکل شوې له نړیوال بانک سره په همغږۍ د کاسا زر پروژې عملي چارې په نږدې ورځو کې پیل شي.

د دولتي شرکتونو ریاست سرپرست احمد جان بلال زیاتوي: « د برېښنا شرکت تېر کال د کاسا زر پروژې په اړه له نړیوال بانک سره خبرې کړې او د هغوی قناعت یې ترلاسه کړی. په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې پیل شي.»

همدارنګه چارواکي د نوري فایبر د معیاري کېدو خبره کوي او وايي، د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د نوري فایبر پروژې د پلي کېدو کارونه روان دی او دغه شبکه ۸۰ سلنه معیاري شوې ده.

د دوی په خبره، په مرکز او ولایتونو کې د ګازو پلورنې او وېش ۸۵ دوکانونه فعال شوي او دغه کار په بازار کې د ګازو بیې په کنټرول کې مهم رول لوبولی.

همدارنګه چارواکي زیاتوي، چې  په تېر یوه کال کې ۱۹۸ میلیونه ۶۱۴ زره، ۲۸۷ متر مکعب ګاز استخراج، پروسېس او ګټه اخیستونکو ته وړاندې شوې دی.

د دولتي شرکتونو ریاست چارواکي مني چې د لابراتوارونو نه شتوالي له امله ځینې وختونه بې کیفیته نفتي توکو واردېږي، خو ډاډ ورکوي چې د تېر په پرتله د تېلو او ګازو کیفیت ته پامرنه ډېره شوې.

د نفت او ګازو شرکت اجرائیه رییس محمد نصیر رحیمي وايي: « فساد، نا سالم رقابت او ځینو کسانو ته د معافیت ورکول له منځه تللي خو د لابراتوارونو د کمښت په څېر ځینې ننګونې هم شته چې سترګې پرې نه شو پټولی. زموږ په بندرونو کې د نفتي توکو د ټېسټ او ارزونې لپاره دومره لابراتوارونه نه شته چې ورته اړتیا ده. له همدې امله ځینې وختونه د نفتي توکو په وارداتو کې ځنډ او خنډ راځي.»

ولس ته د څښاک اوبو برابرول د دولتي شرکتونو ریاست د چارواکو د خبرو بله موضوع وه. چارواکي وایي، تېر کال په مرکز او ولایتونو کې ۳۶ میلیونه متر مکعبه د څښاک اوبه وېشل شوې او تر څنګ يې د اوبو رسولو ۳۹ پروژې تطبیق، ۹ ډیزاین او ۱۵ نورې په پلان کې شاملې شوې دي.

دوی زياتوي، د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول ۱ میلیون ۲۰۶ زره، ۶۷۱ میګاواټه برېښنا تولید کړې او ۵ میلیونه ۶۷۲ زره، ۷۹۶ مېګاواټه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده کړې ده.

 چارواکو ډاډ ورکړ چې دوه کاله وروسته به د کابل په شمول ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا خدمتونه ۲۴ ساعته شي.

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيه رئیس عبدالباري عمر وايي: « په را روانو دوو کالو کې به د کابل او شاوخوا سیمو برېښنا ۲۴ ساعته شي. صنعتي پارکونو، تجارتي ساحو، استوګنیزو کورونو او دولتي ادارو ته به منظمه ۲۴ ساعته برېښنا ورکړل شي.»

د دولتي شرکتونو لوی ریاست چارواکو دغه راز وویل،  د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د دولتي شرکتونو اقتصادي اهمیت ته په کتو، دغه شرکتونه یو ځل بیا د حکومت د توجه وړ وګرځېدلی او د چارو د لا ښه مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا په موخه، د حکومت مشرتابه  د ۲۱ ګڼې فرمان پر بنسټ، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تأسیس او د ۸ مې ګڼې فرمان له مخې یې تشکیلات هم منظور شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist