د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د بریټانیا سیاسي چارو همغږې کوونکې مرستیالې جیس جامبرټ ګرې ویلي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشری حقونو نقض په اړه واحد لید لوری رامنځته کړي.
ګرې له سرپرست حکومت غوښتي چې د بشری حقونو رعایتولو لپاره دې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت توشېح شوی قانون نه پلی کوي.
د ګرې په خبره، نړیواله ټولنه تر هغې له سرپرست حکومت سره تعامل نه غواړي چې بشري حقونو ته يې درناوی نه وي کړی.
هغې زیاته کړې: « دغه قانون یوه بله غمیزه رامنځته کړې. نړیواله ټولنه دې متحدانه د طالبانو د دې ډول کړنلارو پر وړاندې غږ پورته کړي. موږ له طالبانو غواړو، سملاسي د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي او د ټولو افغانانو اساسي حقونه دې تأمین کړي. بریټانیا تل د افغان ښځو غږ اورېدلی او تر هغې به له طالبانو سره تعامل ونه کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې نه وي ورکړي.»
د سرپرست حکومت وياندويان په دې اړه نظر نه ورکوي، خو چارواکو له دې وړاندې د بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ ستونزه بللې او له دغو حقونو د سرغړونې په برخه کې د نړیوالو اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې ټولو افغانانو ته یې له اسلامي اصولو سره سم خپل حقونه ورکړي دي.
د سیاسي چارو کارپوهان له یوې خوا د بشري حقونو په اړه په وضع شویو پالیسيو کې د نرمښت غوښتنه کوي، بله خوا پر نړیواله ټولنه تور پورې کوي چې د بشري حقونو له موضوع سياسي ګټه اخلي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازې د افغانستان د موضوعاتو په اړه خبرې کړې، دا یوه سیاسي لوبه ده. که دوی په واقعیت کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه لري، ولې د فلسطین د ملت په اړه خبرې نه کوي او نه یې غندي. د حکومتوالۍ، شته ننګونو او بشري حقونو موضوع په افغانانو پورې اړه لري. حکومت مکلف دی چې د خلکو غږ واوري او عمل پرې وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « زموږ هیله دا ده چې په نوي فرمان کې وضع شوي ټکي د یوه قانون په چوکاټ کې راشي ترڅو افغانان وکولی شي هم د مغرضو اهدافو پر وړاندې او هم د اسلامي امارت د مخالفینو پر وړاندې د حق ویلو په تړاو خپله آزادي ولري.»
جیس جامبرټ ګرې په خپلو څرګندونو کې زیاتوي، بریټانیا له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې پر دوامداره مرستو ټینګار کوي او په همدې موخه یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې له افغانانو سره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.