Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سولې نړیواله ورځ؛ له اسلامي امارت د واقعي سولې ټینګښت غوښتنه شوې

د سولې نړیواله ورځ؛ له اسلامي امارت د واقعي سولې ټینګښت غوښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/22

د سپټمبر ۲۱مه د سولې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ هر کال د جګړې او شخړو د مخنيوي ترڅنګ، د بشري پرمختګونو او هوساینې لپاره وضع شویو نورمونو ته په ژمنتيا سره نمانځل کېږي.

د سیاسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، مشروع غوښتنو او حقونو ته لاسرسی د سولې اصل دی او د همدې اصل د پلي کولو لپاره پکار ده چې سرپرست حکومت د تلپاتې ثبات لپاره د دايمي سولې هڅې پيل او پایلې ته ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د سولې اصلي مفهوم دا دی چې د یوه هېواد خلک له خپلو مشروع حقونو برخمن وي او د دوی حقونو ته درناوی وشي. له بده مرغه په افغانستان کې د ظاهرشاه له حکومت را وروسته د افغانستان ولس له خپلو بشري او انساني حقونو محروم دی.»

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکي په وار وار په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت سوله بولي، خو د يوناما مشرې روزا اوتنبايوا د امنيت شورا ناستې ته ويلي، په افغانستان کې د سولې لپاره غوره فرصت رامنځته شوی خو وېره شته چې دغه فرصت د اوسني سرپرست حکومت له لاسه ووځي.

د اوتنبایوا په خبره، که څه هم په افغانستان کې خلک اوس مهال د امنیت احساس کوي، خو زياتوي چې د جګړې درېدل د دایمي ثبات او امنیت مانا نه لري.

د سیاسي چارو کارپوهان هم ورته نظر لري او وايي، سرپرست حکومت دې واقعي سولې ته د رسېدو ابتکار په خپل لاس کې واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې اړه وايي: « موږ هغه نسل یو چې سر مو پورته کړی، جګړه مو لیدلې. موږ ۴۴ کاله په جګړه کې تېر کړي؛ سوله د هر افغان هیله ده او له همدې امله اسلامي امارت باید د یوې تلپاتې سولې او ثبات لپاره جدي پرېکړه وکړي، ترڅو په افغانستان کې جګړه ختمه شي.»

له دې سره، د سرپرست حکومت چارواکي په افغانستان کې د جګړې درېدل د سولې په مانا بولي او وایي، نړیواله ټولنه دې هم د نیوکو پر ځای په افغانستان کې د امنيت له ټينګښت سره همکاري وکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت سياسي دفتر ریيس سهېل شاهین وايي: « په افغانستان کې د جګړې خاتمه د سولې په مانا ده. همدارنګه د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د عمومي عفوې اعلان د سولې د ټینګښت او دوام مانا ورکوي او اوس ډېر خلک ګټه ترې اخلي. البته د فقر او غربت ختمولو او د کاري فرصتونو ایجادولو لپاره اسلامي امارت ګامونه پورته کړي، یو شمېر لویې پروژې یې پيل کړې او نورې هم په پلان کې دي. باید ووایو نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې یوازې په انتقاد کولو تمرکز ونه کړي بلکې د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو او د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره، د ستونزو په هواري او سولې په ټینګښت کې برخه واخلي.»

تېر کال د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغې ورځې په مناسبت په خپاره کړې پیغام کې د داسې ورځې هیله ښودلې وه چې په ټوله نړۍ کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او د نړۍ ټول انسانان خپلو بشري حقونو ته لاس ‌رسی ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist