Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما له زيانګالو افغانانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې

یوناما له زيانګالو افغانانو د اوږدمهاله ملاتړ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/22

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت) یوناما( مشرې د دې سازمان امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنه ښولې، خو د نوموړې مرستيال اندریکا راټواټ بيا تازه له اړمنو او زیانګالو افغانانو سره د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی.

راټواټ ويلي، په افغانستان کې باید د خلکو د دایمي اړتیاوو پوره کولو لپاره د يوه ځانګړي پروګرام له لارې عملي ګامونه پورته شي.

د یوناما مرستیال زیاته کړې: « زه فکر کوم دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې نه یوازې دا چې باید بشري اړتیاوو ته رسېدنه وشي، بلکې ټولنيزو ستونزو ته د رسېدنې په موخه باید اوږدمهاله حل لارې ولټول شي او په دې برخه کې پانګونه اړینه ده. له دې ورهاخوا، پوښتنه دا ده چې ولې دغه اوږدمهاله حل لارې نن ورځ ډېرې مهمې دي؟ ځکه موږ د دې شاهدان يوو چې هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له ایران او پاکستان خپل هېواد ته ستنیږي؛ هغه څه د اقلیمي بدلونونو، پرله پسې وچکالۍ او بېوزلۍ له کبله یې د اړمنو وضعیت لاپسې پېچلی کړی.»

د اقتصاد وزارت چارواکي د دې څرګندونو هرکلی کوي او زیاتوي، نړیوال دې په افغانستان کې د بنسټیزو او هغو پروژو د بشپړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي چې چارې يې نیمګړې پاتې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزارت د یوناما مرستیال له هغو څرګندونو هرکلی کوي چې اوږدمهاله مرستو په اړه یې کړې. موږ غواړو نیمه پاتې پروژې بشپړې شي او د ملګرو ملتونو مرستې په پراختیايي برخه کې ولګول شي، تر څو افغانستان پر یوه ځان بسیا هېواد بدل شي.»

د افغانستان په جغرافیه کې د اوږدو جګړو او سیاسي بدلونونو له امله ډېری افغانان پر بهرنيو مرستو ژوند چلوي، دا وضعیت د دې لامل شوی چې خلک د اقتصادي ځان بساینې پر ځای د نورو پر مرستو تکیه پاتې شي.

که څه هم شاوخوا څلور لسیزو جکړو کې له افغانانو سره میلیاردونه ډالر مرستې وشوې، خو د کارپوهانو په اند، د نړیوالو له لوري لنډ مهالې مرستې نه یوازې ګټه نه لري بلکې په هېواد کې د اقتصادي تحرک مخه نیسي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال کاکړ وايي: « افغانستان د یوناما مرستو ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه هغو برخو کې چې خلکو ته د کار زمینې برابرېږي. اړتیا ده چې په لومړي سر کې نیمه کاره پرېښودل شوې پروژې بېرته پيل شي او په دویم ګام کې افغانانو ته د کار دایمي زمینه برابره شي.»

ځېنې نور بیا له افغانستان سره شوې مرستې لږې ګڼي او وایي، نړیوال دې له افغانستان سره د لويو پروژو په پلي کولو، کرنې او پانګونې په سکټورونو کې همکاري وکړي، څو په دې توګه اقتصادي ستونزې په اساسي توګه هوارې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وايي: « د افغانستان ستونزو ته په کتو د بشري مرستو کچه کمه ده او دغه راز د مرستو د وېش مکانیزم هم له ستونزو سره مخامخ دی. دغه مرستې خپله هم ستونزې لري او په غیر مستقیمه توګه ورته خنډونه جوړېږي. په کار ده چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو، د لوږې او بېکارۍ لوړې کچې ته په کتو، کافي مرستې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت کړکېچن یاد کړ او زیاته یې کړه، روان کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه تنه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو له افغانانو سره د مرستې لپاره د درې میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې خو تر اوسه یوازې۹۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist