خوارځواکي هغه ناروغي ده، چې له نورو عواملو سربېره وخت ناوخت د جنیټیکي او وینې اختلال له امله په ماشومانو کې پیدا کېږي.
پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې د بلخ په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، له خلکو د بشپړې درملنې په موخه د وينې غوښتنه کوي.
پر خوارځواکۍ اخته اورانوس وايي: «له درې میاشتنۍ راهیسې تر ۱۷ کلنۍ پورې زه همداسې یم. زه له خلکو غواړم چې ماته وینه اهداء کړي او ما د درملنې لپاره بهر ته واستوي.»
پر خوار ځواکۍ اخته تجلا بیا وايي:« موږ زیاتې ستونزې لرو. له شتمنو کسانو غوښتنه کوم چې زموږ اړتیاوې پوره کړي.»
د بلخ روغتيایي مسوولین وايي، دا مهال ۲۴۴ ماشومان د خوارځواکۍ پر ناروغۍ اخته او دغه روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دي، چې هر یوه ته په اوونۍ کې درې ورځې وینه تزریق کېږي.
د بلخ حوزوي روغتون د خوارځواکۍ درملنې څانګې مسوول حیات الله سالار: « د بانک خون په همکارۍ مو دوی ته رسمي کتابچې ورکړې. له موږ سره ۲۴۴ تنه ماشومان راجسټر دي، خو د ټول زون پر کچه ۳۰۰ تنه ناروغان لرو چې په اوونۍ کې ۳ ځله وینه ورکول کېږي.»
د ډاکټرانو پر باور خوارځواکي له مېندو ماشومانو ته هم د لېږدېدو وړ ده او په وجود کې د وینې کمی رامنځته کوي.
د دوی په خبره که يې درملنه ونه شي، د مړینې لامل ګرځي.
ډاکټر حبیبالله وايي:« د دغو ناروغانو فیصدي زیاته ده. که چېرې مور او پلار هم په دې ناروغۍ اخته وي، هغوی ناقلین دي او اولادونو ته یې لږدوي. موږ درې ډوله تلاسیمیا لرو، خفیفه، متوسطه او شدیده. خفیفه هغه یې ډېر خطر نه لري خو شدیده خورا خطرناکه ده.»
که څه هم هېواد کې پر خوار ځواکۍ د اخته ناروغانو کره شمېر مالوم نه دی، خو د بلخ حوزوي روغتون مسوولین وايي، روان کال کې تر دې مهاله د شمال زون پر کچه ۳۰۰ ناروغانو ثبت کړي دي.