Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

اسټرالیا په افغانستان کې د جنکي جنایتونو کولو په جرم له خپلو یو شمیر پوځیانو مډالونه واخیستل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ۲۰ کلن پوځي حضور پرمهال، د امریکا، اسټرالیا او بریټانیا په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پوځیان هم په جنګي جنایتونو تورن دي او یو شمېر له دغو هېوادونو منلې چې د دوی ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او بې دفاع خلک یې وژلي دي.

د استرالیا دفاع وزیر ریچارد مارلیز ويلي، له هغو پوځي افسرانو د جګړې د ویاړ مډالونه بېرته اخلي چې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن دي، قضیې یې څېړل شوي او یا هم ترڅېړنو لاندې دي.
 که څه هم د دغو اسټرالیايي پوځي افسرانو کره شمېر نه دی څرګند، خو  مارلیز ویلي، تراوسه له ۱۰ کم پوځي افسران افغانستان کې د جنګي جنایتونو په قضیو کې ښکېل پېژندل شوي دي .

هغه زیاته کړې: « د دې موضوع په اړه زما پرېکړه پر موندنو او د قاضي بریرټون د راپور پر سپارښتنو ورټوله ده چې له ۱۴۳ موندنو او سپارښتنو څخه یې ۱۳۹ هغه د څېړنې په پروسه کې بشپړې شوې دي. »

ریچارډ مارلیز دغه راز ویلي، پرېکړه یې د «بریرټون» د راپور پر بسنټ کړې او په ۲۰۲۰ کال کې اسټرالیایي قاضي پاول بریرټون د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا ترسره شوي هغه جنګي جنایتونه په ډاګه کړل چې څرګندوي د دې هېواد ځانګړو ځواکونو ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي. د د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، بهرنیو ځواکونو افغانستان کې د پوځي حضور پرمهال ملکي خلک وژلي او دغه قضیې دې د جرمونو په نړیواله محکمه کې وڅېړل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « له دغو سرتېرو د مډالونو بېرته اخیستل د افغانستان ستونزه نه حلوي. د اسټرالیا حکومت باید هغو افغانانو او کورنیو ته غرامت ورکړي چې د دوی د سرتېرو له خوا وژل شوي دي.»

یو شمېر نور بیا وايي، اسلامي امارت باید د هغو هېوادونو پر وړاندې ملګرو ملتونو او امنیت شورا کې شکایت ثبت کړي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کاله یې په افغانستان کې نظامي حضور درلود او جنګي جنایتونه یې ترسره کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « اسټرالیا، انګستان، هالنډ، جرمني او نور هغه هېوادونه چې اوس په دې پوه شوي چې سرتېرو یې په افغانستان کې جنایتونه کړي، دا د غیرتي افغانانو د هڅو پایله وه چې دوی یې محاکمې ته کش کړل او غواړي چې له هغوی جنګي تاوان او غرامتونه واخلي.»

د سایسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري بیا وايي: « اړتیا وه چې دوی ته یې یوه توهین نامه ورکړې وای؛ ځکه مدیران مکلف دي چې د خپلو ترلاس لاندې کسانو مسوولیتونه ومني. د جنګي جنایتونو ترسره کوونکي اسټرالیايي پوځیان باید توهین نامه واخلي نه تقدر نامه.»

څو کاله وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پرمهال داسې راپورونه خپاره شول د اسټرالیا ۱۷ تنو ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۵ تر۲۰۱۶ کالونو ترمنځ د افغانستان په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د هوايي عملیاتو پرمهال کروندګر وژلي، د ملیکانو کورونه یې سوځولي او پر بې ‌دفاع خلکو یې ډزې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist