Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

د امريکا سولې انسټیټیوټ: په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

په داسې حال کې چې واک ته د  اسلامي امارت له رسېدو سره په افغانستان کې د دوو لسيزو جګړه پای ته رسېدلې، خو نړیوال وخت ناوخت د راتلونکي په تړاو ضد او نقيض احتمالات مطرح کوي.

تازه د امريکا سولې انسټیټیوټ هم په افغانستان کې د جګړې درېدو حقيقت منلی، خو وايي، سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان سياسي اړخونه، ښځي او نور اقشار څنډې ته کړي.

دغه انسټیټیوټ په يوه راپور کې د جګړې درېدل مهم بللي، خو پر دې سربېره يې په افغانستان کې د جګړې عوامل هم پر خپل ځای پاتې بللي دي.

د راپور یوه برخه: « له هغې وروسته چې پخوانی جمهوري نظام له منځه لاړ او اسلامي امارت رامنځته شو، متحده ایالاتو هڅه وکړه چې د طالبانو او پخواني جمهوري نظام ترمنځ د سولې رسمي پروسه روانه وساتي؛ خو د لسیزو اوږدې مودې لپاره د سولې او ثبات هڅې د وړاندوینې خلاف بدلې شوې. طالبانو جګړه پای ته ورسوله او واک ته ورسېدل، خو د جګړو اصلي لاملونه لا ناحل شوي پاتې دي.»

د امريکا د سولې انسټیټیوټ د افغان سولې په اړه هڅې خپل لومړيتوب بللی او له همدې کبله يې د هغو هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې په پايله کې يې د افغانستان د ټولو اقشارو په خوښه او ارادې د بشري حقونو داسې مدافع او يو سياسي جوړښت رامنځته شي چې هر اړخيزو خدمتونو ته د ټولو افغانانو لاسرسی ممکن کړي.

د راپور یوه برخه: « زموږ موخه دا ده چې د هغو هڅو ملاتړ وکړو چې په افغانستان کې یو ګډ سیاسي جوړښت رامنځته کوي او د څلورو لسیزو له تاوتریخوالې ډکه جګړه پای ته رسېږي، بشري حقونه خوندي کوي او لومړنیو اړتیا وو ته لاسرسی رامنځته کېږي. باثباته سولې ته رسېدل د امریکا ثبات ته هم ګټور دی او له ترهګریزو بریدونو یې خوندي کوي.»

د امريکا د سولې انسټیټیوټ د دغه راپور په تړاو سرپرست حکومت څه نه دي ویلي، خو کارپوهان وړانديز کوي چې سرپرست حکومت دې له نړيوالو سره د مناسباتو عادي کولو او دغه راز د رسميت پېژندنې لپاره د زمينې برابرولو په موخه خپلې پالیسۍ نرمې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر جنت فهیم چکري وايي: « د امریکا د سولې انسټیټیوټ په افغانستان کې د شته سولې په اړه خوشبیني څرګنده کړې، دا یوه ښه او د ستایلو وړ ګام دی. البته دوې نیوکې هم لري چې د تأمل وړ دي؛ یوه یې د ښځو او نجونو د زده کړو مساله ده او بله هم د سیاسي ثبات مساله چې باید اسلامي امارت له امریکا سره ګډ بحث او کار پرې وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت بیا  وايي: « دا لوېدیځې او نورې نړۍ ته بهانه په لاس ورکوي چې له افغانستان سره د رسمي تعامل پروسه نوره هم وځنډوي. موږ افغانان پر چارواکو غږ کوو چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د دوښمنانو پر ژرنده اوبه ور زیاتوي.»

د امریکا سولې انسټیټیوټ په داسې حال کې د افغانستان وضعیت په اړه څرګندونې کوي چې لاهم په دې هېواد کې د تعلیم په برخه کې د افغان نجونو برخلیک ناڅرګند دی او په ځينو نورو برخو په ځانګړې توګه په ټولنيزه برخه کې ورځ تر بلې محدودیتونه په زیاتېدو دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist