د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر لانجمن خروج او د دوحې هوکړې پر پروسې نیوکې کړې.
مککل له سي.بي.اېس نیوز سره په تازه مرکه کې د دوحې د مذاکراتو پرمهال د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رول کمزوری ياد کړی او پر هغه یې ځینې تورونه لګولي دي.
مککال خلیلزاد تورن کړی چې څلور کاله وړاندې یې د سولې خبرو اترو پرمهال افغان حکومت څنډې ته کړی و چې په خبره یې، همدا مساله د جمهوري نظام د مورال کمزوري کېدو او په پای کې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شوه.
د نوموړي په خبره، د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع په تړاو خپل ۲۴۰مخیز راپور خپور کړي.
هغه زیاته کړې: « موږ زلمی خلیلزاد د تېروتنې په توګه پېژندلی. حقیقت دا و چې هغه په دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات کول، خو افغان حکومت یې څنډې ته کړی و او دا د هغوی پر مخ څپېړه وه. هغه څه چې د هغوی د روحیې لپاره هېڅ ښه نه وو. طالبانو هغه مهال د دوحې له هوکړې سرغړونه کوله، همدا لامل و چې ټرمپ ۲۵۰۰ پوځیان هلته پرېښودل؛ دا د ټرمپ پالیسي وه. خو کله چې جوبایډن واک ته راغی، ښکاره خبره وه چې هر څه له صفر سره ضرب شول.»
مککال دغه راز ویلي، که څه هم د امریکا دواړو ولسمشرانو غوښتل له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي؛ خو په پام کې وه چې ټرمپ دغه پروسه د ځانګړو شرایطو پر بنسټ عملي کړي؛ خو جو بایډن برعکس دغه ټول موارد شرایطو ته له کتو پرته په بېړني ډول عملي کړل.
نوموړی له افغانستانه د وتلو موضوع امریکا او د دې هېواد ملي ګټو ته د ګواښ پېښېدو سره تړلې بولي او وايي، له خروج وروسته پوتین پر اوکراین برید وکړ او روسیې له چین سره د اتحاد په رامنځته کولو د پاسفیک سیمه له ګواښ سره مخ کړې ده.
خو افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مککال دا تور رد کړی چې ګڼي د مذاکراتو په بهیر کې یې د افغانستان مخکېنی حکومت او لوړ پوړو امریکايي پوځي چارواکي لرې ساتلي وو.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او جنرال مارک میلي په ګډون ټول پوځي چارواکي د دوحې تړون له ټول جریان خبر وو او ادعا کوي چې همدې هوکړې د تېر نظام د مذاکراتي ټیم او اوسني سرپرست حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړې وه.
خلیلزاد زیاته کړې: « بل ناسم تور دا دی چې کواګې افغان حکومت په قصدي ډول له طالبانو سره د دوحې له مذاکراتو لرې ساتل شوی. حقیقت دا دی چې د دوحې هوکړې په تاریخي ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړه. که څه هم له ګڼو ناستو وروسته د یوه نوي ګډ حکومت د رامنځته کېدو مطلوبه پایله ترلاسه نه شوه.»
خلیلزاد دغه راز ویلي، که څه هم امریکا کولی شول د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو ته په کتو له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پروسه بشپړه نه کړي، خو وايي، یوې اوږدې او نه ختمېدونکې جګړې ته د ننوتو ویرې امریکايي چارواکي له دې پرېکړې په شا کړل.
نوموړي زیاته کړې، هغه مهال د افغان مذاکراتي ټیم څخه تمه کېده چې د خپلو شخصي ګټو پر ځای د هېواد ملي ګټو ته لومړیتوب وکړي او واقعي روغې جوړې ته لار هواره کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « د امریکايي چارواکو اوسنۍ څرګندونې تر ډېره کمپایني بڼه لري. په هر حال، افغانستان ته د امریکايي ځواکونو راتلل هم یوه خونړۍ غمیزه وه او وتل یې هم.»
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او د دوحې پر هوکړې د امریکايي پوځیانو او ملکي چارواکو نیوکې داسې مهال دي چې جنرال فرانک مکینزي چې د خروج پر مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشري یې کوله، د دوحې هوکړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه هوکړه او د افغانستان د وژنې لامل بللې.