Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: پر ډېورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو چلن له ډيپلوماټيکو نورمونو سرغړونه ده

کارپوهان: پر ډېورنډ فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو چلن له ډيپلوماټيکو نورمونو سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/09

د شنبې ماښام (د ۱۴۰۳ وږي ماشتې پر ۱۷ مه) د افغان پوله ساتو  او پاکستاني ځواکونو تر منځ داسې ‌مهال نښته پيل شوه چې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د یوې امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو.

د مالوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو د يادې پوستې د جوړولو مخنيوی کړی او جګړه يې پيل کړې او له هغه وروسته د افغانستان ځواکونو ځوابي اقدام کړی.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستاني ځواکونو تل د فرضي کرښې په اوږدو کې ستونزې جوړې کړې او په دې توګه يې ډيپلوماټيک نورمونه تر پښو لاندې کړي.

دوی په دې اند دي، که پاکستاني ځواکونو پر ډېورنډ فرضي کرښه سرغړونو ته ادامه ورکوي، سرپرست حکومت دې هم په پوره قوت سره د دوی مخنيوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: «دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی؛ له پاکستان سره باید بل مثل عمل وشي. کله چې دوی داعشیان افغانستان ته را استوي موږ باید حد اقل د ټي.ټي.پي ممانعت ونه کړو ترڅو د پاکستان د نظام پرځولو کې خپله ونډه واخلي او هلته هم اسلامي نظام حاکم شي.»

د سیاسي چارو کارپوه سېد بلال احمد فاطیمي: « تاسو نه شی کولی هغه خاوره سره بېله کړئ چې ژبه، رسم او رواج او کولتور یې یو وي. که اوس وي یا سبا دا خاوره به سره یوځای کېږي. دا قضیه باید ملګرو ملتونو ته یوړل شي خو اوسمهال ځکه دا کار نه شي کېدای چې ملګري ملتونه اوسنی حکومت پر رسمیت نه پېژني او امریکا هم له موږ ملاتړ نه کوي.»

ځېنې نور بیا د افغانستان او پاکستان مساله نړیواله بولي او وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې باید پر نړیواله کچه حل شي.

د دوی په خبره، پاکستان د افغانستان پر حکومتونو فشار راوړي، ترڅو ډېورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه پر رسمیت وپېژني.

د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي:« ویلی شو چې په تېرو درې څلورو لسیزو کې پاکستان له صفري ټکو را اوښتی او له فرضي کرښې دېخوا یې ډېره ځمکه نیولې. طالبان په دې پوهېږي ځکه نو غواړي په هغو ځایونو کې پوستې جوړې کړي چې  پاکستاني ځواکونه غواړي نور هم وړاندې راشي.»

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند بیا په دې اړه وايي: « له پاکستان سره د افغانستان ستونزې اوږده مخینه لري. که تاریخ ته لاړ شو، ښکاري چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې له پاکستان سره وخت نا وخت جګړې شوې دي. پاکستان تل له انګرېزانو ورپاتې شوې پالیسۍ څخه کار اخلي او پر ډېورنډ فرضي کرښه پرتو افغانانو له ځورولو څخه د فشار د یوې آلې په توګه ګټه پورته کوي.»

چارواکې بیا د دواړو هېوادونو تر منځ روانې ناندرۍ د اندېښنې وړ نه بولي او وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې له تېرېدو وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ وخت ناوخته ورته ستونزې رامنځته کېږي.

دوی وايي، د دا ډول ستونزو حل لپاره د دواړو لوریو ترمنځ امنیتي کمېټې شته دي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي وايي: « له هغه وخت راهیسې چې دا کرښه تېره شوې، تر نن پورې وخت نا وخت ستونزې پيدا کېږي؛ اوس دواړو خواوو ته امنیتي کمېټې شته او ستونزې پر وخت هواروي. جګړه خامخا مرګ ژوبله لري خو هڅه کېږي چې راتلونکي کې یې مخه ونیول شي.»

د ملي دفاع وزارت مسوولین د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند پر ډيورنډ فرضي کرښې د دواړو خواوو ترمنځ نښته تاییدوي، خو د مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه څه نه وايي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist