ننګرهار کې یو شمیر بزګران وايي، وروستیو کې بازار ته د بې کیفیته کرنیزو درملو او تخمونو واردول دوی له ستونزو سره مخ کړي او د ټول کال خواري یې په اوبو لاهو کړې.
دوی زیاتوي، د ځمکې په اړولو، تخم پېرلو او د درملو پاشلو درانه لګښتونه کوي، خو حاصلات هغسې نه وي چې د دوی تمه ده.
یو تن بزګر رحیم ګل وايي: « پر ځمکه خواري وکړو، خو د خراب تخم او بې کیفیته درملو له امله حاصلات خراب شي او موږ تش لاس پاتې شوو.»
د تراب په نوم بل بزګر بیا وايي: « موږ ته وايي تخمونه اصلاح شوي، خو په اصل کې خراب وي. موږ دغه تخمونه وکرو او کال زحمت ورسره وباسو، خو کله چې د حاصل وخت شي، نیمايي حاصل هم نه ورکوي. د درملو هم همدا وضعیت دی، چې اخلو یې صفتونه یې نه خلاصېږي، خو نتیجه یې د حاصلاتو خرابي وي.»
بزګران ټینګار کوي چې اړوندې ادارې باید په دې برخه کې څارنه زیاته کړي او اجازه ور نه کړي چې هېواد ته بې کیفیته کرنیز درمل او تخمونه وارد شي.
بزګر تراب وايي:« باید د خرابو تخمونو او بې کیفتیه درملو مخنیوی وشي. موږ ته باید اصلاح شوي تخمونه راکړل شي. د بزګرانو همدا پوله او پټی دی. موږ د کورنۍ ټول غړي یو کال خواري وباسو، خو په پایله کې څه لاس ته نه راځي، موږ د اصلاحاتو او څارنې غوښتنه کوو.»
ولایتي مسوولین د ستونزې هوارولو ډاډ ورکوي او وايي، هېڅوک اجازه نه لري چې هېواد ته بې کیفیته کرنیز توکي وارد کړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وايي، پر بازار څارنه لري او کرنیزو شرکتونو ورسره ژمنه کړې چې بې کیفیته توکي به نه واردوي.
محسن زیاته کړې: « خپلو بزګرانو ته ډاډ ورکوو چې د اصلاح شویو تخمونو او درملو په اړه مو خپل نظارت ډېر کړی. موږ له ټولو شرکتونو غوښتنه کړې چې د ښه کیفیت لرونکي تخمونه او درمل وارد کړي.»
د محسن په خبره، تورخم کې پر ډېورنډ فرضي کرښه د کرنیزو توکو د قرنطین مدیریت لري او هر هغه کرنیز درمل او تخمونه له چاڼ، څارنې او ارزونې څخه تېرېږي چې هېواد ته راوړل کېږي.