Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت له بهر مېشتو افغان سیاستوالو او ښځینه فعالانو سره خپلې کتنې ګټورې بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

له هغې وروسته چې د اسلامي امارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر ریچارد بېنېت دې هېواد د  سفر بندیز ولګاوه، نوموړي له بهر مېشتو افغانانو سره لیدنې ډېرې کړې دي.

بېنېت وايي، په قطر او ترکیه یې له افغان سیاسي څېرو او ښځینه فعالانو سره لېدنې او خبرې ګټورې وې.

هغه زیاته کړې: « له یو شمېر افغان ښځينه فعالانو، ډیپلوماټانو، سیاسي څېرو او کارپوهانو سره مې د افغانستان د روان بشري وضعیت په اړه د ترکیې په انقره، استانبول او د قطر په دوحه کې ګټورې لېدنې پای ته ورسولې او له دې وروسته به د بشري حقونو سازمان د راتلونکي ناستې په تړاو چې ټاکل شوې دوشنبې په ورځ ترسره شي، منتظر پاتې شم.»

بېنېت په داسې حل کې له بهر مېشتو افغانانو سره ګوري چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان ښځو او روان بشري وضعیت په اړه ناسته ولري.

بله خوا، د سیاسي چارو څارونکي له هېواده بهر د افغانستان په اړه ناستې ګټورې نه بولي او وایي، که نړیوال غواړي ناستې او لېدنې یې پر افغانانو مخامخ اغیزې ولري، نو اړتیا ده چې په کوردننه له افغانانو سره مخامخ خبرې او ناستې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « زموږ افغانانو باور دا دی، که زموږ د خلکو د بشري حقونو په اړه خبرې کېږي، نو باید د افغانستان په داخل کې له افغانانو سره واقعیتونوته په کتو وشي؛ خو داسې ښکاري چې ملګري ملتونه د غربي نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا د لاس آله ده چې د بشریت پر وړاندې ترې کار اخلي. له ملګرو ملتونو سره زموږ کار کوونکي افغانان باید د خپل ولس په اړه غلط راپور ورنه کړي او په بهرنیو هېوادونو کې د بشري حقونو نارې ونه وهي.»

ځېنې نور هم له نړیوالو غواړي چې د افغانانو د بشري وضعیت په اړه نه یوازې په کوردننه بلکې له کوره بهر هم پوښتنې وکړي.

 د دوی په خبره، دا مهال ګڼ شمېر افغان وګړي له هېواده بهر مېشت دي او هلته یې اساسي او بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« داسې نه ده چې زموږ بهر مېشتي افغانان هلته هېڅ ستونزې نه لري. همدا اوس ایران، پاکستان، ترکیې او نورو هېوادونو کې افغانان ځورېږي خو ملګري ملتونه څه نه وايي. له افغاستان سره له تعلق پرته د ملګرو ملتونو راپورونه هېڅ ګټه نه لري او نه کوم ځای نیسي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د سیپټمبر پر درېیمې نېټې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړ او اټکل کېږي چې د بشري حقونو په ۵۷ ناسته کې به وڅېړل شي.

په یاد راپور کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زده ‌کړو او همدارنګه د افغانانو په روان بشري وضعیت اندېښنه ښودل شوې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist