Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م امنیت شورا : اسلامي امارت لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري

امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو د یوې ځانګړې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا چې په ورته مهال په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشري هم کوي، د دې سازمان د ښځو چارو برخې اجرائیه مشرې سیما سمېع باهوس سره یو ځای د افغانستان د وضعيت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

د راپور یوه برخه: « امنیت شورا به روانه سپټمبر میاشت کې د افغانستان په تړاو ناسته ترسره کړي. ټاکل شوې،  په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اتونبایوا، د دې سازمان د ښځو برخې اجرائيه رییسه سیما باهوس او ورسره د مدني ټولنې یو شمېر استازي ګډون ولري او د افغانستان په تړاو به معلومات وړاندې کړي.»

بل پلو، ملګرو ملتونو کې د سلوونیا هېواد دایمي استازولۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې ناستې مشري د یاد هېواد لومړي وزیر مرستیاله تانجافجون کوي او د بحث اصلي موضوع به په افغانستان کې د نجونو زده ‌کړې او د ښځو چارو اړوند مسایل وي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د سپټمبر پر ۱۸ به د لومړي وزیر مرستیاله او د بهرنیو او اروپايي چارو وزیره تانجا فاجون د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د یوې ناستې مشري وکړي، چې ځانګړی تمرکز به یې د نجونو زده ‌کړې او د ښځو اړوند مسایل وي.»

د ښځو د حقونو مساله هغه موضوع ده، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ملګرو ملتونو سازمان پرې ګڼې ناستې ترسره کړې او هر ځل له سرپرست حکومت څخه د ښځو حقونو ته د درناوي او د مشروع حقونو د ورکړې غوښتنه شوې.

که څه هم اسلامي امارت د دې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د ښځو او زده کړو مسایل د افغانستان کورنۍ ستونزې بللې او نړیوالې ټولنې ته یې د لاسوهنې نه کولو سپارښتنه کړې.

د سیاسي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « طالبان له خپل سیاست څخه نه تېریږي؛ دوی د ښځو ښوونځي او پوهنتونه بند کړي او د کار اجازه نه ورکوي. دا هغه څه دي چې دوی یې نه ورکوي خو ولس او ملګري ملتونه یې ترې غواړي. زه فکر نه کوم، دا ځل هم د ملګرو ملتونو غونډه څه پایله ولري.»

خو ملګري ملتونه او په کابل کې د دوی استازولي (یوناما) د نجونو د زده ‌کړو او ښځو د حقونو موضوع کورنۍ ستونزه نه بولي او بشري حقونه یې ګڼي.

 یوناما په دې تړاو د اوسني سرپرست حکومت محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه د نړیوالو کنوانسیونونو او اصولو خلاف کړنه بولي.

د سیاسي چارو شنونکي د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ اړیکو او د بشري حقونو په څېر پر واحده موضوع د نظر اختلاف ته په کتو،  که څه هم د دې ناستې پایلو ته خوشبین نه دي، خو د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د افغانستان پر موضوعاتو ورته بحثونه د اهمیت او ګټې وړ بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم ملګري ملتونه به بیا په تېرو غوښتنو ټینګار وکړي او له طالبانو به وغواړي چې د نړۍ لپاره د اندېښنې وړ مسایلو په تړاو کوټلي ګامونه پورته کړي. بله خبره د اسلامي امارت د امربالمعروف قانون دی چې د نړۍ له غبرګون سره مخ شو. زه فکر نه کوم په دې اړه څه خوشبیني موجوده وي، خو بیا هم هره ناسته افغانستان ته ګټه لري او دا ثابتوي چې نړۍ لاهم افغانستان نه دی هېر کړی.» 

د امنیت شورا دا غونډه داسې مهال رابلل شوې چې همدې شورا څو میاشتې وړاندې هم د سویس په کوربتوب او د متحده عرب اماراتو او جاپان په ملاتړ د بندو دروازو ترشا د « افغانستان په اړه د ښځو لیدلوري» تر نامه لاندې ناسته وکړه چې په کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو، د ښځو حقونو او د هغوی پر وړاندې پرتو خنډونو او محدودیتونو په تړاو بحثونه وشول، خو هېڅ مثبت اغېز یې ونه لیدل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist