Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: افغانستان کې داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې

متقي: یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې افغان ډیپلوماټان د اسلامي امارت اطاعت نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/03

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ترکیې په ستانبول ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ په لیدنه کې افغان ډیپلوماتانو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې له خلکو سره  ښه چلن وکړي  او پر وخت خدمات وړاندي کړي.

متقي له دغو ډیپلوماتانو سره په خبرو کې ویلي، په اروپا کې پخوانیو ټولو ډیپلوماتانو ته درې کاله وخت ورکړل شو، ترڅو د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت اطاعت وکړي، خو یو شمېر حاضر نه شول.

د  متقي په خبره، د دې نا فرمانۍ په پایله کې د افغانستان د ځینو اروپايي سفارتونو او کونسلګریو له خوا صادرېدونکي اسناد بې اعتباره اعلان کړل.

متقي زیاته کړې: « موږ په اروپا کې پخوانیو ډیپلوماتانو ته درې کاله وخت ورکړ چې له مرکز څخه اطاعت وکړي، خو له بده مرغه ځینې ډیپلوماتان حاضر نه شول او بالاخره موږ اړ شوو چې د یو شمېر سفارتونو او ګنسلګریو له خوا وېشل کېدونکي اسناد بې اعتباره اعلان کړو.»

متقي دغه راز ویلي، له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په دې وروستیو کې ګڼ شمېر هېوادونو د اسلامي امارت سفیران او سیاسي استازي منلي دي.

د ده په خبره، ځينې نور هېوادونه هم شته چې له افغانستان سره تعامل ته لېواله دي او نږدې راتلونکي کې به له نړۍ سره د تعامل لمن لاپسې پراخه شي.

متقي زیاتوي: « تاسو وینئ چې په دې وروستیو کې د سیاسي تعامل له پلوه زیاتې لاسته راوړنې لرو. متحده عرب اماراتو او ازبېکستان زموږ سفیران ومنل؛ ترکمنستان او قزاقستان زموږ شازدافیران ومنل. په نږدې ورځو کې به د ځینو نورو هېوادونو له خوا هم ورته تحول ووینو.»

دغه رازد ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، له هېوادونو سره د سیاسي تعامل په برخه کې د امریکا له مخالفتونو سربېره زیات پرمختګ شوی او دا مهال په بهر کې لسګونه سیاسي استازولۍ لري چې د دوی د متوازن او بې طرفه بهرني سیاست پایله ده.

عبدالکبیر زیاتوي: « موږ همدا اوس په نړۍ کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لرو. سره له دې چې امریکا مخالفت کوي، خو بیا هم د دومره سیاسي استازولیو لرل، زموږ پر سالم خارجي سیاست دلالت کوي. هڅه دا ده چې له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل ولرو او هرځای سفرونه وکړو.»

له بلې خوا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې په استانبول کو نسلګرۍ کې له ټولو ډیپلوماتو وغوښتل چې افغانانو ته غوره او پر وخت خدمات وړاندې کړي.

متقي زیاتوي:« کله چې زموږ هېواد وال د ترکیې له لرې ځایونو راځي او په کونسلګرۍ کې خدمتونو ته اړتیا لري، تاسو باید له هرڅه وړاندې د هغوی درناوی وکړی او کار یې ژر تر ژره ور خلاص کړی؛ دا زموږ دستور او پالیسي ده.»

د مالوماتو له مخې، د جرمني په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه لېواله دي، چې د افغانستان له اوسني نظام سره تعامل ولري، کابل ته خپل سیاسي استازي راولیږي او همدا راز د افغانستان ځینې سیاسي نماینده ګۍ کابل ته وسپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist