Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو استازو سره کتلي

متقي د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو استازو سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/02

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې په کامرون هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰ مې ناسته کې ګډون ته ورغلی و، دغې ناستې ته له وینا سربېره یې په څنډه کې د ګڼو سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو له استازو سره جلا جلا لېدنې کړې.

مولوي امیرخان متقي د سعودي عربستان، ترکیې، فلسطین، سومالیا، آذربایجان، قطر، عمان، اندونیزیا او ایران هېوادونو له استازو سره لیدلي او پرمهمو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو لیدنو کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا  او همدا راز د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو په رامنځ ته کولو بحثونه شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان دغه ډول ناستې او لیدنې د افغانستان لپاره ګټورې یادوي او زیاتوي چې باید فرصتونه ضایع نه شي.

دوی په دې باور دي چې نه یوازې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه بلکې نوره نړۍ هم باید له افغانستان سره تعامل ته را وړاندې شي او افغان چارواکو ته دا فرصت ورکړي چې له دوی سره ناستې ولري.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « زموږ هیله دا ده چې د اسلامي همکاریو سازمان، ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه له افغانستان سره مثبت تعامل ته لاړ شي، د افغانانو حقوق پر رسمیت وپېژني. متقي نه یوازې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې بلکې په ټولو نړیوالو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب هغه څه وايي چې زموږ ملي ګټې یې ایجابوي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې دغه لیدنې به هغه مهال نورې هم زیاتې او له هېوادونو سره د اوسني نظام اړیکې لا پسې نږدې او پیاوړې شي کله چې حکومت له سرپرستۍ حالته راووځي، قانوني بڼه خپله کړي، کورنی مشروعت ترلاسه او ورپسې نړیوال مشروعیت ته لار هواره شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: «وینو چې د سیمې هېوادونه له موږ سره اقتصادي راکړه ورکړه کوي، خو سیاسي تعامل نه کوي. وینو چې د سیمې هېوادونه خپلې اندېښنې او فشارونه پر موږ زیاتوي، خو موږ هغه اندېښنې او فشارونه نه شو واردولی چې موږ یې لرو. دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه کولی شو خپل دولت، خپله عامه اداره او خپل جوړښت قانونمند کړو، کورنی کار ترسره کړو، ولسي پوهاوی او ملاتړ ترلاسه کړو او په ټوله کې د کورني مشروعیت له لارې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړو.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده معسود بیا وايي، دا زیاته مهمه ده چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې د فعال غړي په توګه ومنل شي او دغې موخې ته د رسیدو لپار اړینه ده چې سرپرست حکومت په کور دننه یو شمېر هغه چارې ترسره کړي چې نړۍ او افغان ولس ته مهمې دي.

مسعود زیاتوي:« اړینه ده چې له نړیوالې ټولنې سره د یوه مثبت تعامل له لارې د تفاهم ژبه پیدا شي. افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی و او دی. زه هیله لرم، چې د نجونو د زده کړو په څېر زموږ کورنيو او ملي مسایلو ته د حل معقوله لار پيدا شي ،ترڅو نورو ته هېڅ بهانه پاتې نه شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰۹ مې ناستې ته چې د کامرون هېواد په پلازمېنه یاوندي کې جوړه شوې وه، په خپلو خبرو کې وویل، د امریکا د افغاستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې، اقتصادي بندیزونه یې لګولي او د حکومت پر وړاندې تبلغاتي جګړه کوي.

متقي د یاد سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist