د بښنې نړیوال سازمان له جرمني څخه د افغان کډوالو پر زوره شړل غندلي او دا کار یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جرمني پرېکړه یوه اړخیزه بللې او غوښتنه یې کړې، چې هېڅوک باید افغانستان ته پر زوره ستانه نه شي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« غیرقانوني اعدامونو، جبري ورکولو، شکنجو او د نجونو او ښځو سیستماتیک محکومیت ته په کتو باید هېڅوک افغانستان ته وانه ستول شي. د جرمني دغه پرېکړه د اخراج د مخنیوي له قانون سره په ټکر کې ده؛ دغه قانون له شکنجې او نورو ممکنه تاوتریخوالو سره د مخامخ کسانو د بېرته ستنېدولو مخه نیسي.»
یاد سازمان په خپله خبرپاڼه کې د جرمني له حکومته غوښتي،چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د بشري حقونو ضد پروګرامونه بند کړي.
د بښنې نړیوال سازمان دغه غبرګون وروسته له هغې وښود، چې جرمني وړمه ورځ په یوه نا اعلان شوي ګام کې هغه ۲۸ افغانان کابل ته واستول، چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو.
د سیاسي چارو څارونکو هم د جرمني له خوا پر زوره د افغان کډوالو راشړل غندي او دغه کار د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي.
پخوانی ډېپلومات او حقوقي سلاکار عزیز معارج وايي:« د جرمني حکومت دا پرېکړه د ویانا د کنوانسیون او د هغه د ټولو ضمایمو خلاف عمل او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تعهداتو سرغړونه ده.»
دا پر افغانستان د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنۍ وروسته له جرمني افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنولو لومړی ځل دی.
د جرمني حکومت ویلي، افغانستان ته استول شوي کسان مجرمان او د محکمې له خوا محکوم شوي وو. د دوی په خبره، دغو کسانو نور په جرمني کې د اوسېدو اجازه نه درلوده.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هیله ده په راتلونکې کې د داسې مسایلو مخه ونیول شي. جرمني مکلف دی، چې هلته ورغلي افغانان په هر حال کې له ځانه سره وساتي. جرمني باید هغو افغانانو ته اطمینان ورکړي، چې هلته اوسېږي او د اخراج کېدو اندېښنه لري.»
فرانس پرېس خبري آژانس د جرمني د چارواکو له قوله خبر کوي،چې په دغو ۲۸ افغانانو کې، چې د لایپزیګ له هوایي ډګره کابل ته واستول شول، بې رحم مجرمین او داسې کسان هم شته چې په ډله ییز ډول یې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و.
د شپېګل مجلې د راپور له مخې، دا کسان د جرمن چارواکو او د افغانستان د برحال سرپرست حکومت ترمنځ له دوو میاشتیو خبرو وروسته، چې د قطر په منځګړیتوب په پټه ترسره شوې، کابل ته استول شوي دي.
د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو جرمني یو له هغو هېوادونو دی، چې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې ده.