څو لسیزې جګړې، سیاسي بدلونونه او له زده کړو محروميت هغه عوامل بلل کېږي، چې افغانستان یې له اقتصادي پرمختګ پاتې او د نړیوالو مرستو ته اړ کړی.
تېرو څلورو لسیزو جګړو سربېره په افغانستان کې تېر درې کاله، چې هېواد د لوی سیاسي بدلون کوربه و، افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله اقتصادي ستونزو او مرستو ته اړ شول.
د اسلامي امارت په دې درې کلنه دوره کې نړیوالو په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو لپاره سلګونه میلیونه ډالره مرستې وکړې.
تازه اروپایي کمېسیون ویلي، په روان ۲۰۲۴ کال کې یې له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه يورو په ارزښت مرستې کړې دي.
د اروپایي کمېسیون ویاند ایریک مامېر ویلي:« موږ د سیاسي بدلون له پیل راهیسې له خپلو همکارو موسسو سره په ګډه چارې مخته وړو. موږ له برحال حکومت سره په همغږۍ مخ ته نه ځو. زموږ ساحه، چې د خپلو همکارو ادارو په مرستو کار کوو، یو سخت حالت دی. موږ تر دې دمه ۱۰۰ میلیونه يورو مرسته کړې.»
اقتصاد وزارت د نړیوالو له لوري د هر ډول مرستو هرکلی کوي، خو ورسره څنګ کې غوښتنه کوي، چې نړیوال دې مرستې له سرپرست حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي، ترڅو څرګندې پایلې ولري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي:« اسلامي امارت له بهرنیو مرستو مننه کوي، خو زموږ نظر دا دی، چې دغه مرستې هغه مهال ښه اغېز لرلی شي، چې یوازې بشردوستانه نه وي، بلکې پراختیايي رول هم ولري. دغه مرستې باید د اسلامي امارت له مختلفو ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم د نړیوالو له لورې بشري مرستې غوره ګام بولي، خو زیاتوي، چې دغه مرستې نه شي کولی د افغانانو اقتصادي ستونزې د اوږد مهال لپاره هوارې کړي.
دوی غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې دې په اساسي توګه د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره داسې بنسټيزې پروژې پلي شي، چې له امله يې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: «یو اقتصادي مرستې دي بل بشري مرستې. بشري مرستې که هرڅومره ډېرې وشي، اقتصادي اغېز نه لري او نه شي کولی د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه ټیټه کړي؛ ځکه دا یوځل مصرف مرستې دي او یوازې د بېوزلۍ د شدت مخه نیولی شي. که نړۍ غواړي افغانان له بېوزلۍ او بېکارۍ وژغوري، باید پراختیايي مرستې وکړي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی سېر قرېشي بیا وايي: « د بېوزلۍ او بېکارۍ د کچې کمولو لپاره باید بشري مرستې په زیربنايي مرستو واړول شي، ترڅو موږ وکولی شو، د کار مارکېټ رامنځته او خلکو ته کار ورکړو.»
ځینې نور بیا وايي، سرپرست حکومت دې له نړیوالو سره پر ګډه په افغانستان کې د پانګونې جلبولو او د تولیداتو د زياتوالي په برخه کې کار وکړي، ترڅو افغانستان د اوږدمهال لپاره له اقتصادي ننګونو وژغورل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی سيد مسعود وايي: « یوازې پانګونه کولی شي، بېوزلي له منځه یوسي، کار ایجاد، د تولید انګیزه او عاید رامنځته کړي او ترڅنګ یې اقتصاد هم پياوړی کړي. دغه پیسې چې اوس مهال یې بهرنیان افغانستان ته راوړي، د خوراکي مرستو او خوندیتوب بڼه لري او دا پانګونه نه ګڼل کېږي.»
له دې وړاندې د افغانستان پر بیا رغونې د امريکا د څار ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې امريکا له افغانستان سره لږ تر لږه ۲.۹ ميلیارده ډالر مرسته کړې او په همدې بنسټ دغه هېواد تر بل هر چا د افغانانو لوی مرسته کوونکی دی.