په داسې حال کې، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو درې کاله تېر شول، خو پر دې سربېره هم حکومت نه دی بریالی شوی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه پرېکړه وروستۍ کړي.
يو شمېر زده کوونکې نجونې وايي، د سرپرست حکومت د واکمنۍ له درېيو کلونو پوره کېدو سره يې تمه لرله، چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته به د تګ اجازه ورکړل شي، خو دغه تمه يې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په خپلو وروستيو څرګندونو په ناهيلۍ بدله کړه.
دوی زياتوي، له يادو څرګندونو وروسته د خپل ژوند ناڅرګند او مبهم راتلونکي اټکل نه شي کولی.
زده کوونکې نجونې له سرپرست حکومته غواړي، چې د غوره راتلونکي لپاره دې د تعليم او تحصيل شرعي حق ورکړي.
زده کوونکې فاطمه وايي: « کله چې چارواکي او مسوولین دا ډول څرګندونې کوي، موږ د خپل راتلونکي په اړه ډېرې اندېښمنې کېږو او هیلې له لاسه ورکوو.»
همدارنګه زدهکوونکې مرسل وايي بیا وايي: « حق نه لرل یا اړین نه ګڼل توپیر لري. باید خلک په دې پوه شي، چې پوهنتونونه څه وخت بېرته خلاصېږي. دا په یوه قانون بدل شوي او باید ټول یې په پام کې ونیسي.»
زده کوونکې نویده سعیدي وايي:« له تعلیمي او تحصیلي فرصتونو څخه د هېواد د نیمايي نفوس بې برخې کول د ټولنیزو ناورینونو رامنځته کېدو سبب کېږي. د بې سوادۍ رامنځته کېدل، د جنسیتي تعصباتو او کورني تاوتریخوالي پیدا کېدل او د معلوماتي کچې ټيټېدل او په ټولنه کې د بېوزلۍ ډېرېدل له زده کړو څخه د محرومولو پایلې دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان د نجونو پر تعليم او تحصيل د محدوديت دوام له ناوړه پايلو خالي نه بولي او وايي، دغه کار په اوږدمهال کې د افغاني ټولنې د اساس زيانمنولو سره ګڼو بحرانونو ته لار خلاصولی شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « دا کار ښايي له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو خورا منفي اغېز وکړي. ښايي نړیواله ټولنه یو ځل بیا دېته اړه شي، چې د افغانستان په تړاو د بندیزونو په ګډون نورې پرېکړې وکړي، چې په اوسنیو شرایطو کې نه د افغانستان د خلکو پر ګټه دي او نه هم د حکومت. دا ډول کارونه په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته زیان اړوي او یوه بل ناورین ته یې ټېل وهي.»
ځينې نوربیا د نجونو پر زده کړو د محدوديت غځولو په تړاو سرپرست حکومت د معقولو دلايلو په وړاندې کې پاتې بولي او وړانديز کوي، چې له دې زيات دې د نجونو دغه حق نه ځنډوي.
دوی له نړۍ سره د نږدېوالي او د ولسي ملاتړ جلبولو لپاره نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول مهم بولي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « تر هغو چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پرمخ بېرته خلاص نه شي، د اسلامي امارت چارواکي به تل له همدې پوښتنې سره مخامخ کېږي؛ ځکه دا د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېره مهمه خبره ده.»
د يکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، لا هم د نجونو د ثانوي زده کړو په برخه کې شته ستونزې په بشپړه توګه نه دي حل شوې او په اړه يې د څېړنو تر بشپړېدو پورې به د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ همداسې تړلې وي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بللی و، چې په کې نجونې په رسمي ډول له لومړۍ دورې پورته د زده کړو حق نه لري.