د ولس له پرله پسې غوښتنو سربېره، سرپرست حکومت په تېرو درېيو کلونو کې نه دی بریالی شوی، چې له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو او له دوولسم ټولګي فارغو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
د تېر یوه کال لاسته راوړنو د تشرېح پرمهال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د نجونو د تعليم او تحصيل په برخه کې ستونزې لاهم په بشپړه توګه نه دي حل شوې او له همدې کبله له شپږم ټولګي پورته ټولګيو او پوهنتونونو کې د دوی زده کړې معطل دي.
مولوي ندا محمد ندیم وايي، د ستونزو موندلو او حل کولو لپاره لاهم څېړنې روانې دي او له همدې امله به تر امرثاني پورې د نجونو زده کړې محدودې وي.
هغه زیاتوي:« زموږ لنډ ځواب دا دی، لکه څرنګه چې د نجونو تعلیم تر امر ثاني پورې معطل دی، په دې اړه پوښتنې هم تر امر ثاني پورې معطل دي. ځکه له موږ سره د هغه ځواب نه شته دی، چې خلک یې غواړي. موږ اوس هم له ستونزو سره مخ یو، تاسو په دې اړه د اسلامي امارت وضعیت وینئ، هغوی ډېری تمرکز په همدې مساله کړی دی.»
ندیم وايي، د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي، چې په خبره یې په یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د ډوکتورا اړوند نصابونه شامل دي.
د نديم په خبره، د اسلامي امارت مشرتابه د لوړو زده کړو وزارت ته جدي پاملرنه کړې او په بوديجه کې د کافي تخصيص له ورکړې سره د ټولو پوهنتونو ستونزې په خپل وخت سره حل کېږي.
ندیم زیاتوي: «که پوهنتون دی، که مکتب دی، که مدرسه او جامعه ده؛ دا ټول د اسلامي امارت دي او ټولو ته یوشان توجه کېږي.»
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس سردار ولي صالحي بیا د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او سمون خبره کوي او وايي، ټولټال ۱۳۱ تحصیلي نصابونه له بیا کتنې وروسته نهايي شوي دي.
صالحي وايي:« د نصاب د ملي کمېسیون د مسلکي کمېټو او ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له اړوند استادانو او مسوولیت لرونکو ادارو او وزارتونو له متخصصانو څخه تشکیل شویو کلسټرونو په وسیله د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، په ټولیزه توګه ۱۳۱ تحصیلي نصابونه نهايي او د اسلامي امارت مشرتابه ته د منظورۍ لپاره استول شوي دي. په دې کې ۸۹ د لیسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ هغه د ډوکتورا د پروګرامونو نصابونه شامل دي.»
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي تېر یو کال له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي، چې تېر کال دولتي پوهنتونونو په ۱۳ نورو پوهنځیو کې د ډوکتورا ۱۱ او د ماسټرۍ ۱۶ پروګرامونه پیل شوي او دغه راز په خصوصي پوهنتونونو کې هم د ماسټرۍ ۱۰ پروګرامونه رامنځته شوي دي.
د دوی په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه مسلکي استادان بهر ته وتلي او ترې غوښتنه کوي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
ندیم وايي:« موږ اوس هم له ستونزو سره مخ یو. هغه هېوادونه، چې له موږ سره ښې اړیکې او د افغانستان پرمختګ نه غواړي، ځینو استادانو ته بلنې ورکوي،ترڅو له افغانستانه یې وباسي. موږ په خپل ټول توان هڅه کوو، چې استادان له ځانه سره وساتو.»
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د افغانستان په پوهنتونونو کې د بهرنیو استادانو د ګومارنې خبر ورکوي او وايي، پر ګومارل شویو استادانو سربېره به له اسلامي هېوادونو څخه نور استادان هم وګومارل شي.
هاشمي زیاتوي:« په افغان نړیوال پوهنتون کې د ځوان نسل د مسلکي روزنې په موخه له مصر، ترکیې، ایران او نورو اسلامي هېوادونو څخه ۱۱ تنه مسلکي استادان ګومارل شوي او له اسلامي هېوادونو به د نورو استادانو د ګومارنې لړۍ ادامه لري.»
د لوړو زده کړو وزارت چارواکی وایي، په بهرنیو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت ۲ زره ۲۱۲ تنه محصلین بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې ارزول شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې، اوس مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره، ۹۹۱ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي، په داسې حال کې چې تېر کال ۵۱ زره ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.