Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې بڼوال: طبیعي آفتونو د انګورو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

بلخ کې بڼوال: طبیعي آفتونو د انګورو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

روان کال په بلخ ولایت کې د انګورو حاصلات دوه برابره زيات شوي او دغه چاره د بڼوالو د خوښۍ لامل شوې خو دوی یوه اندېښنه هم لري.

د بڼوالو په وينا، سږ کال طبیعي آفتونو د انګورو حاصلاتو کیفيت اغېزمن کړی او دوی نه دې بریالي شوي، چې د نباتي درملو په وسیله د دغو آفتونو مخه ونيسي.

یو تن بڼوال دور محمد وايي: «زموږ حاصلات د تېر کال په پرتله یو په دوه زیات شوي، خو روان کال زموږ په بڼونو کې یو ډول چینجی پيدا شوی، چې د درملو په وسیله له منځه نه ځي. که څه هم د ونو د پاڼو په کمولو سره مو وکولی ش، چې تر ۵۰ سلنو د دغه آفت مخه ونیسو،خو د بشپړ مخنیوي لپاره یې د کرنې له ریاست څخه د مرستې غوښتنه کوو.»

یو بل بڼوال محمد صابر بیا وايي: «په بازار کې پلورل کېدونکي درمل بې کیفیته دي، هرڅومره مو چې په انګورو وپاشل، د آفت مخنیوی یې ونه کړ. موږ له دولته غوښتنه کوو، چې باغ لرونکو ته اصلي درمل ورکړي.»

د بلخ کرنې ریاست د مالوماتو پر بنسټ، په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه باندې د انګورو باغونه کېنول شوي او تمه کېږي،چې روان کال شاوخوا ۳۰ زره ټنه د انګورو حاصلات ورکړي.

د بلخ کرنې ریاست کې د ترویج مدیر محمد حسین عظیمي وايي: « په بلخ ولایت کې د انګورو ۳ زره ۴۷۰ هکټاره باغونه په بلخ، نهرشاهي، دهدادي، چاربولک، چمتال، شولګره او شور تپې ولسوالیو کې موجود دي. د تېر کال پرتله د حاصلاتو اوسط ډېر ښه دی او بڼوال راضي دي. ویلی شم، چې سږ کال زموږ حاصلات سل په سلو کې ښه دي.»

د بلخ په ډېری ولسواليو کې مېشت خلک د خپل ژوند لومړنۍ اړتياوې د کرنې، بڼوالۍ  او مالدارۍ له لارې پوره کوي.

دوی وایی، که سرپرست حکومت یې د ملاتړ لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي، نو له دې لارې پر ځان بسیا کيدلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist