Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

وروسته له هغې، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د افغانستان په هکله څو راپورونه وړاندې کړل او په ډېرو راپورونو کې یې سرپرست حکومت باندې نیوکې وکړې، چې د ښځو له حقونو یې سرغړونه کړې، اسلامي ‌امارت افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز ولګاوه او د هغه راپورونه یې مغرضانه وبلل.

د اسلامي امارت دغه پرېکړه د نړۍ په کچه له غبرګونونو سره مخ شوه. د دغو غبرګونونو په لړ کې تازه د اروپایي ټولنې ویلي، دغه پرېکړه د اندېښنې وړ ده او په کار ده، چې اسلامي امارت پرې له سره غور وکړي.

د اروپایي ټولنې بهرني سیاست  د دفتر ویاند پیټرسټانو وايي:« افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر سفر د بندیز لګولو په اړه د طالبانو پر پرېکړه خواشیني څرګندو او له دوی غوښتنه کوو، چې په دې پریکړه له سره غور وکړي. طالبان باید هغه ته د راپور او اسنادو چمتو کولو په موخه افغانستان ته د بې خنډه لاسرسي اجازه ورکړي.»

ملګرو ملتونو او د بشر حقونو څار نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی او دغه پرېکړه یې بشري حقونو ته سپکاوی او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللې.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي: « زموږ لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت، چې د عمومي منشي څخه په بشپړه توګه خپلواک دی، د بشري حقونو د جوړښت یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.»

سره له دې، چې اسلامي امارت په خپله درې کلنه دوره کې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له بېلابېلو بندیزونو او فشارونو سره مخ دی، بیا هم له ګڼو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په جوړولو بریالی شوی.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د ریچارډ بېنېټ پر سفر د بندیز پرېکړه ښايي له نړۍ سره د سرپرست حکومت اړیکې نورې هم اغیزمنې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر کمال سادات وايي: « د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورټر پر سفر د بندیز پرېکړه یو څه په بېړه شوې. دا به هم دولت او هم ملت ته زیان ولري. دولت ته یې زیان دا دی، چې د رسمیت پېژندلو پروسه به یې لا اوږده شي او ملت ته به یې زیان دا وي، چې ښايي ملګري ملتونه خپلې بشردوستانه مرستې کمې او د خپلو فعالیتونو ساحه محدوده کړي.»

ریچارډ بېنېټ په هرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه راپور چمتو او ملګروملتونو ته یې وړاندې کوي.

 د نوموړي په ډېری راپورونو کې سرپرست حکومت په دې تورن شوی، چې د بشرحقونه او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې نقض کړي. اسلامي امارت ډېر کله د نوموړي راپورونه له حقیقت لرې او مغرضانه بللي. کارپوهان وایي، د اروپایي ټولنې په ګدون ټول هغه نړیوال سازمانونه، چې د افغانستان په هکله راپورونه چمتو کوي، باید په کې د افغانستان ملي، دیني او  کولتوري ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.

د سیاسي چارو شنوونکی امیر ګران وايي: « باید له ملګرو ملتونو، نورو هېوادونو او موسسو سره د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې یوه مثبت تعامل ته ادامه ورکړل شي. سره له دې چې بشري فکټورونه ډېر اهمیت لري، خو د یوه سیاسي جوړښت په ساحه کې د پالیسیو جوړول هم باید د افغانستان د ملي ګټو پر محوریت وي.»

اسلامي امارت تېره اوونۍ تایيد کړه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ یې ځکه افغانستان ته له راتګ منع کړی، چې د افغانستان په اړه  د ناسمو مالوماتو پر بنسټ راپورونه چمتو کول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist