د امریکا د فاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د داعش د ماتولو لپاره د خپلو متحدینو همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي.
د دغه وزارت یوې ویاندې صبرینا سنګ د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، له داعش سره د مبارزې په برخه کې اسلامي امارت د دوی د ایتلاف برخه نه دی.
هغې زیاته کړې: « امریکا د داعش د ماتولو لپاره نړیوال ایتلاف لري،خو طالبان د دې ایتلاف برخه نه دي. امریکا له خپلو همفکره متحدینو سره پر ګډه د داعش د ځپلو لپاره همکاري کوي.»
له دې سره، د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته وايي، داعش ډله په افغانستان کې په کافي اندازه ځپل شوې او سر پورته کېدو ته یې نه پرېږدي.
د هغه په خبره، هېڅ وسلوالې ډلې ته اجازه نه ور کول کېږي، چې د افغانستان امنیت وننګوي او یا دا خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.
مجاهد زیاتوي: « کله چې اسلامي امارت حاکم شو، داعش ورک دی. که چېرې یې موږ پيدا کړو، پر وړاندې یې سملاسي غبرګون ښیو. موږ هر وخت د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کړې او د فعالیت مخه مو ورنیولې. داعش باید اوس ګواښ ونه ګڼل شي؛ ځکه چې خلک ويني، هغوی بریدونه نه شي کولی. داعش اوس په افغانستان کې فزیکي حضور او امکانات نه لري، نو ځکه وایو، چې دغه ډله له دې ځایه چا ته ګواښ نه دی او دا ډول ادعاوې بې ځایه دي.»
بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، نړیوال پردې پوهېږي، چې داعش په افغانستان کې مرکزونه نه لري.
د دوی په خبره، نړۍ په سیمه کې د خپلو اهدافو د تعقیب په موخه داعش ته د افغانستان په ګاوند پاکستان کې مرکزونه جوړوي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا یوه ښکاره خبره ده،چې داعش په افغانستان کې نه شته. دا خبره یوازې طالبان نه کوي بلکې نړۍ، امریکا او روسیه هم همدا وايي. اصلي خبره دا ده، چې غربي نړۍ پاکستان ته دنده ورکړې، چې داعش جوړ کړي او روزنه ورکړي ترڅو کرار کرار منځنۍ آسیا ته ولېږدول شي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دوراني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې د داعش پټنځایونه د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه موجود دي او په دغه سیمه کې د داعش پر وړاندې مبارزه د سیمې امنیت او ثبات تضمینولی شي.