رویټرز خبري آژانس وایي، په تهران کې د حماس اسلامي غورځنګ مشر اسماعیل هنیه تر مړینې وروسته د ایران او اسراییلو ترمنځ جنجالونو او ګواښونو ګڼ هوایي شرکتونه اړ کړي، چې د منځني ختیځ پرځای د افغانستان له هوایي حریم څخه کار واخلي.
دغه آژانس د فلایټ ټریډرز۲۴ په نوم سازمان د یوه ویاند ایان پیچنیک له خولې، چې په نړۍ کې د هوايي ټرافیکو مسیر څاري لیکلي، په منځني ختیځ کې روان ناڅرګند کړکېچ ګڼ نړیوال هوایي شرکتونه اړ کړي، چې د افغانستان له فضايي حريم څخه الوتنې وکړي.
پیچنیک زیاتوي: « د ایران او اسراییلو ترمنځ اوسني کړکېچ ګڼو نړیوالو هوایي شرکتونو ته دا فرصت په لاس ورکړی، چې د خپلو الوتنو لپاره د افغانستان هوایي حریم یو خوندي او ښه انتخاب وګڼي. د روانې اګست میاشتې په دویمه اوونۍ، د افغانستان له هوایي حریم څخه د الوتنو شمېر اوه برابره زیات شوی دی.»
نړیوالو الوتنو خپل مسیر د اپرېل له نیمایي څخه هغه مهال بدل کړ، چې ایران او اسراییلو پر یو بل د ډرون او اوږده واټن ویشتونکو میزاییلو بریدونه وکړل.
په ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي له نړیوالو هوایي شرکتونو غوښتنه کوي، چې د افغانستان پر هوایي حریم ډاډه تګ راتګ وکړي.
دوی وایي، اوس مهال په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او ټول نړیوال هوایي شرکتونه کولی شي د افغانستان له هوایي حریم څخه په خوندي توګه ګټه واخلي.
په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رئیس سهیل شاهین وايي:« دا یو حقیقت دی، چې د افغانستان هوايي حریم دا مهال امن دی. دلته اوس جګړه نه شته او نړیوال هوايي شرکتونه کولی شي، زموږ له نافذه قوانینو سره سم د افغانستان له هوايي حریم الوتنې وکړي. باید د هوايي چلن په نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومنل شي، ترڅو له نړیوالو هوايي شرکتونو سره همغږي لا ډېره کړو.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي هم د افغانستان فضا خوندي او ارزانه بولي او زیاتوي: « په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۶۰ زیاتې الوتنې د افغانستان له فضا څخه کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان فضا خوندي. دا مهال امریکايي او بریټانوي هوايي شرکتونه، لوفټ هانزا، ایرآستانه، ایر فلوټ، ایر اینډیا او یو شمېر نور نړیوال شرکتونه د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې ترسره کوي. اوسمهال د افغانستان فضا هم خوندي او هم ارزانه ده.»
د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان پر هوایي حریم د نړیوالو هوایي شرکتونو د الوتنو زیاتوالی مهم بولي او ورسره پر سرپرست حکومت غږ کوي، چې په دې برخه اړین ډول ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « که د افغانستان له هوايي حریم ګټه اخیستنه همداسې ادامه ولري، نه یوازې اقتصادي ګټه به ولري، بلکې په امنیتي برخه کې به هم ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان فضا امن ده. باید په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوړل شي، ترڅو یې اقتصادي ګټه نوره هم زیاته شي.»
د راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ او د لبنان او اسراییلو ترمنځ د جګړې وېرې ته په کتو، د سینګاپور هوايي شرکت، بریټانوي هوايي شرکتونه او د جرمني لوفت هانزا هوايي شرکت اوس د خپلو الوتنو د خوندي تېرېدو لپاره د افغانستان له فضايي حریم کار اخلي.
تر دې وړاندې د هند ایر اینډیا، د اېټالیا آی.ټي.اې ایروېز، د بلجیم د بروکسل ایرلاین، د سویس ایرلاینز او د امریکا او ډېلټا هوايي شرکتونو اسراییل او لبنان ته خپلې الوتنې وځنډولې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵ مه پرافغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وړاندې په کابل هوايي ډاګر کې مېشتو امریکايي ځواکونو د هوایي ډګر د ځغاست لیکې په ګډون د الوتنو د کېناستو او پورته کېدو د تنظیم وسایل ویجاړ کړل او ورسره ډېرو نړیوالو هوایي شرکتونو د افغانستان هوایي حریم له کارولو څخه لاس واخیست.