د زمري (اسد) ۲۸ مه ه له انګریزي ښکېلاکه د خپلواکۍ بېرته اخیستلو له ورځې سره برابره ده. پوره ۱۰۵ کاله وړاندې شاه غازي امان الله له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان خپلواکي بېرته واخیستله او د افغانستان بهرنی او کورنی سیاست یې خپلواک اعلان کړ.
اسلامي امارت له انګرېزي ښکېلاکه د خپلواکۍ ورځ د یولړ رسمي مراسمو په لړ کې د آزادۍ پرڅلي د ګلو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځله.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په انګړکې جوړ شوي وو، ګډونوالو د آزادۍ پر ارزښت او ساتلو ټینګار درلود.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ګټلې خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې باید د بیا ځل لپاره د بلې آزادۍ ګټلو ته زمینه برابره نه شي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي:« باید د خپلو آزادیو او خپلواکۍ د ساتلو هڅه وکړو او په هېڅ قېمت اجازه ورنه کړو، چې د بلې آزادۍ ګټلو ته بیا زمینه برابره شي. له انګرېزانو، روسانو او امریکايانو څخه د وینو په بدل کې اخیستل شوې آزادۍ مو بس دي.»
دغه راز، د ملي دفاع وزارت نور چارواکي وايي، له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ ورځ په داسې شرایطو کې نمانځي، چې هېواد په بشپړه توګه خپلواک دی او ځواکونه به یې چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو خپلواکي ورنه واخلي.
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصحالدین فطرت وايي: «موږ دا ځل د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه په داسې حال کې نمانځو، چې هېواد مو په واقعي مانا آزاد او خپلواک دی. خلکو ته ډاډ ورکوم چې زموږ امنیتي ځواکونه کولی شي، د هېواد له هرې لوېشت خاورې څخه دفاع وکړي او هېڅ پردي ته اجازه نه ورکوو، چې خپلواکي مو تر پوښتنې لاندې راولي.»
په ورته حال کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د آزادۍ ګټلو ترڅنګ د آزادۍ ساتل هم مهم بولي او په خبره يې په دې برخه کې د حکومت مسوولیت لا دروند دی.
اخوند وايي، افغانانو تل د خپل هېواد لپاره خپلواکي ګټلې، خو بیا یې د اقتدار پرسر او یا هم د نورو اختلافونو له امله نه ده ساتلې.
هغه زیاتوي:« لکه څرنګه چې د آزادۍ اخیستل اړین دي، همداسې یې ساتل هم اړین دي. زموږ مسوولیت د خپلواکۍ اخیستلو په پرتله د خپلواکۍ ساتلو په برخه کې دروند دی.»
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د خپلواکۍ ګتل اسانه، خو ساتل یې ګران بولي.
هغه زیاتوي:« د خپلواکۍ ګټل اسانه دي، خو ساتنه یې سخته ده. موږ هر ځل خپلواکي اخیستې،خو د اقتدار پر سر جنجالونو له امله مو ګټلي ویاړونه بېرته له لاسه ورکړي.»
اخوا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا وايي، شاه امان الله خان د خپلواکۍ د ګټلو په موخه پر انګرېزي ښکېلاک ګرو له درېیو خواوو جګړه پیل کړه او په پای کې بریالی شو، چې خپلواکي اعلان کړي خو دغه خپلواکي د پېړۍ په اوږدو کې پاتې نه شوه.
حنفي زیاتوي:«امیر امان الله خان د ګندمک تړون لغوه او په درېیو برخو کې له انګرېزانو سره جګړه وکړه او آزادي یې ترې واخیسته.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د امان الله خان خپلواکي نسبي بولي او وایي، اوس تر هغه وخت ډېره خپلواکي لرو.
هغه زیاتوي: «امان الله خان په خپل وخت کې د خپلواکۍ اعلان وکړ او ویې ویل،چې نور زموږ بهرنی او کورنی سیاست خپلواک دی، موږ اوس هغه بحث ته نه ځو، خو له هغه راهیسې تر نن پورې داسې آزادي نه وه لکه نن چې یې زموږ هېواد لري.»
د سرپرست حکومت د چارواکو په باور، آزادي اخیستل کېږي، خو په خبره يې ځینو هیوادونو ته آزادي ورکړل شوې او له همدې امله د لسیزو په تېرېدو سره بیا هم آزادي نه لري، یرغلګر ځواکونه په کې اډې لري او قوانین یې هم د استعمار د دورې دي.
د بهرنیوچارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي: « آزادي اخیستل کېږي، ورکول کیږي نه. په نړۍ کې ډېرهېوادونه شته، چې آزادي ورکړل شوې، خو له لسګونو کالو وروسته هم په کې د اشغالګرو اډې موجودې دي، یا یې قوانین موجود دي او یایې غوښتنې منل کېږي.»
د خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کلیزې په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت ټولو چارواکو ټینګار له ولس سره په ښې رویې وه.
د دوی په باور، ولسونو ته په سپکاوي کولو اصلاحات نه راځي، بلکې فاصلې لا زیاتېږي.
چارواکو له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې ولس ځان ته رانږدې کړي او له دې سره به د نظام پایې لاپسې ټینګې شي.