د بحران نړيوالې ډلې واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو درېيو کلونو په پوره کېدو سره په يوه راپور کې د افغانستان وضعيت ته کتنه کړې.
په دې راپور کې ويل شوي، درې کاله وړاندې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته د سولې هغه مهال پيل شوې پروسه په ټپه ولاړه ده او د يادې مودې په تېرېدو سره د سولې د ټینګښت لپاره کوم خاص کار نه دی شوی.
د بحران نړيوالې ډلې د سولې پروسې ته له کتنې سربېره د بشري حقونو وضعيت هم ناسم بللی او دغه راز یې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدوديتونو ته په اشارې ويلي، دامهال د افغانستان نيمايي وګړي اساسي خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.
د راپور یوه برخه: « د طالبانو بريا، د دوی او نورو اړخونو ترمنځ د سولې خبرې ودرولې. طالبانو په چټکۍ سره خپل حکومت اعلان کړ، خو دغه حکومت تر نن ورځې د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له لوري پر رسميت نه دی پېژندل شوی. لوېديځو بسپنه ورکوونکو هم په بېړه پراختيايي مرستې بندې کړې؛ دا هغه بسپنه وه، چې د مخکېني حکومت ۷۰سلنه لګښتونه یې پوره کول.»
د بحران نړيوالې ډلې په خپل راپور کې د ستونزو راکمولو لپاره له مرسته ورکونکو غوښتي، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او دغه راز دې په افغانستان کې د کاسا زر په څېر د بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي.
د دغې ډلې په باور، پراختیايي مرستې او ملاتړ کولی شي، افغانستان ځان بساينې ته نږدې کړي.
د راپور په یوه برخه: « ډونران بايد خپلې مرستې له لنډمهال حالت څخه اوږدمهاله پراختیايي مرستو ته واړوي. دا مرستې کولی شي افغانستان پر ځان بسيا کړي. اړتیا ده، چې مرسته کوونکي هېوادونه او سازمانونه په افغانستان کې د کاسا زر په څېر پروژو ملاتړ وکړي. دا پروژه کولی شي ميليونونه کورونه رڼا کړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې ناسم بشري وضعيت او په ځانګړې توګه د سولې پروسې درېدل نامطلوب حالت ګڼي او زياتوي، چې ياده پروسه د دوحې هوکړې مهمه برخه ده او پيل يې الزامي دی.
د دوی پر باور، د سرپرست حکومت د وروستي کاري پړاو په توګه يوه داسې بينالافغاني ډيالوګ پيلولو ته اړتيا ده، چې په کې د افغانستان ټول ښکېل اړخونه حضور ولري او د يوې قانون مندې ادارې د رامنځته کولو لپاره سره غونډ او بشپړه پرېکړه وشي.
د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « د سولې پروسه د دوحې د تړون یوه مهمه برخه ده او ماته ښکاري، چې پيل به یې لازمي وي. داسې ملي ډیالوګ باید رامنځته شي، چې ټول اړخونه په کې ښکېل وي، ترڅو د افغانستان د ملي مسایلو په اړه د ټولو په شتون کې پرېکړه وشي، ولسي مشورې ته کار وشي او د ولسي مشروعیت له لارې یوه قانونمنده اداره رامنځته شي. زما په اند دا به د اوسنۍ ادارې وروستی پړاو وي، چې باید ترسره شي.»
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د سرپرست حکومت د وياندويانو نظر هم واخلو، خو زموږ اړیکې یې ځواب نه کړې.
که څه هم سرپرست حکومت د راتلونکي سياسي چوکاټ د رامنځته کولو په تړاو په ښکاره څه نه دي ویلي، خو مخکښ افغان سیاستوال تل د ملي ډيالوګ په پایله کې د يوې قانوني ادارې رامنځته کول او دوام يې د ستونزو دايمي حل بولي او په همدې موخه يې له سرپرست حکومت د ورته يوه ګام پورته کولو پرله پسې غوښتنې کړې دي.