د بیزو تڼاکو( مانکسي پاکس) په نوم د ساري ناروغۍ د چټکې خپرېدا په تړاو نړيوالې اندېښنې ورځ بلې ته د زیاتېدو په حال کې دي.
له افریقايي او اروپايي هېوادونو وروسته اوس تازه د دې ناروغۍ درې مثبتې پېښې په خیبرپښتونخوا کې ثبت شوې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد حکومت له دې پېښې وروسته په ټول پاکستان کې بېړنی حالت اعلان کړی او پر هوايي ډګرونو یې څارنه زیاته کړې.
پاکستاني رسنۍ زیاتوي: « د لومړۍ پېښې له تایید وروسته، په ټول پاکستان کې پر هوايي ډګرونو او بندرونو څارنه سخته شوې.»
دوه ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په ټوله نړۍ کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د خپرېدا له احتمال څخه اندېښنه ښودلې وه.
د یاد سازمان مشر ټیډروس ادانوم د دې خپرېدونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر ګډې نړیوالې مبارزې ټینګار کړی.
هغه زیاته کړې: « په افریقا کې او له دې وچې بهر د بیزو تڼاکې ساري ناروغۍ د چټکې خپرېدا احتمال ډېر د اندیښنې وړ دی او د مخنیوي لپاره یې یوه منظم نړیوال غبرګون ته اړتیا ده.»
د افغانستان تر ګاونډ رسېدلې دغې ساري ناروغۍ په خلکو کې اندېښنې زیاتې کړې دي. ډاکتران وایي، خیبر پښتونخواه او د پاکستان نورو برخو ته د افغانانو تګ راتګ ممکن هېواد ته د دې ویروس د انتقال لامل شي.
داکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « دا یوه ویروسي ناروغي ده، چې له ارتوپاکس ویروس څخه منځ ته راځي. کله چې دغه ویروس د انسان بدن ته داخل شي، له درېیو تر یوویشت ورځو پورې یې نښې څرګندېږي. لومړۍ نښه یې تبه او ځان درد دی او ورپسې د انسان پر بدن تڼاکې راپورته کېږي. دغه ناروغي له یوه انسان څخه بل ته د مستقیم تماس یا هم په ویروس د اخته کس د جامو اغوستلو له لارې انتقالېږي. د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې له پاکستان څخه راتلونکي کسان واکسین کړي او په دې اړه عامه پوهای ورکړي»
خو مسوولین وايي، د دې او ورته نورو ساري ناروغیو پر وړاندې تدابیر لري او د مخنیوي لپاره به یې خپل امکانات وکاروي.
د بیزو تڼاکه یا چیچک چې په نړۍ کې په امپاکس ناروغۍ هم پېژندل کیږي، لومړی ځل په ۱۹۵۴ کال په کانګو هېواد کې وپېژندل شوه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېرکال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۴زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.