د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده. د هېواد په لوېدیځو ولايتونو کې ګڼ شمېر ځوانان له شته ستونزو شکایت کوي او له حکومتي چارواکو یې د حل غوښتنه کوي.
د دوی په خبره، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او د بېوزلۍ ډېرېدل د دې لامل شوي، چې ډېر شمېر لوستي ځوانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.
د هرات یو تن اوسېدونکی شریف احمد وايي: «اقتصادي ستونزې د ځوانانو پر وړاندې لوی خنډ دی او د دوی د پرمختګ مخه نیسي. موږ په داسې ناورین کې راګیر یو، چې هېڅوک زموږ په اړه فکر نه کوي، بلکې خپله باید خپلې ستونزې هوارې کړو.»
د فراه ولایت یو تن اوسېدونکی معین په دې اړه وايي: « اوس مهال ترټولو لویه ننګونه د ځوانانو او تحصیل لرونکو کسانو لپاره د کاري فرصتونو نه شتون دی. ډېری ځوانان او لوستي کسان د پاسپورټ ریاست په قطارونو کې ولاړ دي او بهر ته د تلو نیت لري.»
د لوېدیځو ولايتونو ځوانان، نجونې هم د ځوانانو په کتله کې شاملې ګڼي او د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
د هرات یو تن اوسېدونکي عبدالهادي وايي: «نن موږ په داسې حال کې د ځوانانو ورځ نمانځو، چې زموږ د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې او نجونې په کور ناستې دي او د زده کړو په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.»
همدارنګه د بادغیس ولایت اوسېدونکی احمد یاسرهم وايي: « د علم زده کړه پر نارینه او ښځینه دواړو فرض ده او ښکاره خبره ده، چې څومره ژر کېږي باید د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې شي، ترڅو هغوی هم له زده کړو برخمنې شي.»
چارواکي هم د کاري فرصتونو کمښت مني خو وایي، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو په موخه یې په لوېدیځ زون کې د آنلاین کاروبار یا فریلانسېنګ درې میاشتنی پروګرام پیل کړی، ترڅو ځوانان له دې لاري وکولی شي خپل لګښتونه پوره کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشد وايي: « موږ یو شمېر ځوانان وروزل او هغوی دلته زده کړي مهارتونه په خپلو کورونو کې خویندو ته وښودل. زموږ د مالوماتو له مخې، دغه خویندې او له خپلو وروڼو څخه ډېر عاید لري؛ ځکه چې نجونې ډېر زحمت باسي او په جدي توګه کار کوي.»
دا په داسي حال کې ده، چې دا مهال زرګونه کسان کار او عاید ته لاسرسی نه لري او مسوولین وايي په ټول هېواد کې یې شاوخوا زر تنه ځوانان د فریلانسینګ زده کړو څخه فارغ کړي دي.