Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

خلک: حکومت د ولس بنسټیزې او مشروع غوښتنې ومني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/13

بیا ځل واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره په کور دننه لسګونه ناستې شوې، خو هېڅ یوې د روان وضعیت ښه ‌والي لپاره د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې خلک له حکومت په پرله پسې توګه غوښتنه کوي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازې پر ورکولو سربېره، اساسي قانون جوړ، د تقاعد شویو کسانو حقونه ورکړی او دغه راز دې کار اهل کسانو ته وسپاري.

همدارنګه، د چارو شنونکي وايي، سرپرست حکومت باید له نړۍ سره د مثبت تعامل په خاطر ولس پر ځان راټول کړي او دغه راز دې يې مشروع غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وایي: « له همدې ورځې راهیسې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي، قدرت انحصار دی، افغانستان په نړیواله کچه تجرید او له خپل رسمي حق څخه محروم دی. اوس د دې وخت را رسېدلی چې موږ اصلاحاتو ته مخه کړو، اساسي قانون ولرو، ملي ارزښتونه اعاده کړو او د افغانستان اوسنی حالت مثبت بدلون ته یوسو.»

دامهال واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو درې کاله پوره کېدونکي دي او له همدې کبله کابل کې د زمري ۲۴مې د لمانځنې لپاره چمتووالی روان دی.

کارپوهان دې ته پام سره وايي، د درېيو کلونو په تېرېدو سره د فشارونو سياست پايله نه ده لرلې او د افغانانو هوساينې لپاره دې نړيواله ټولنه له سرپرست حکومت سره په اړیکو کې بديل چلن غوره کړي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وایي: «د زمري ۲۴ مې ته یو نوم ورکول شو، یعنې د نیواک یا اشغال پای. په دې ورځ په افغانستان کې د پردیو لاسوهنې ختمې شوې، بمبارۍ، وژنې او ظلمونه له منځه لاړل، په افغانستان کې امنیت راغی او یو موټی شو او ملت د یوه حکومت تر زعامت لاندې راټول شو. دا د دغې ورځې یوه لویه لاسته راوړنه ده. د افغانستان حکومت باید له امریکا او متحدانو څخه د تېرو شلو کالو جګړو غرامت واخلي.»     

خو ځيني نور شنونکي له نړيوالو د غوښتنو ترڅنګ له سرپرست حکومت هم د داخلي مشروعيت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي او زياتوي چې، کورنی مشروعيت د کابل او نړيوالو ترمنځ د اړيکو ښه کېدو لامل کېږي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وایي: « باید نوي اساسي قانون تدوین او د حکومتوالۍ بڼه بدله شي ترڅو افغانستان د نړیوالو له نیوکو خلاص شي او په نړیواله کچه خپل دریځ بېرته ترلاسه کړي.»  

که څه هم له تېرو درېیو کلونو راهیسې نړيوالې ټولنې د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په تړاو په ځلونو نیوکې کړې، خو سرپرست حکومت د ښځو د کار او زده کړو موضوع د افغانستان داخلي چارې بولي او له نړۍ غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist